د اوکراین، روسیې، فرانسې او جرمني مشرانو په ټيلیفوني خبرو کې موافقه کړې چې یو واربیا په اوکراین کې د حالاتو د کرارۍ لپاره مذاکرې پيل کړي.
د اوکراین د ولسمشر پتروپروشینکو دفتر، پرون وویل چې دا مذاکرې به سبا او د جمعې په ورځ د بیلاروس په مرکز منسک کې وشي.
ولسمشر پروشینکو، د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین، د فرانسې ولسمشرفرانسوا اولاند او د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل پرون ټیلیفوني خبرې وکړې چې ورپسې، د اوکراین د وضعیت په اړه د مذاکرو د بیا پيل اعلان وشو.
د اوکراین د بحران په اړه په خبرو کې به د دې هېواد د حکومت، روسیې، په ختیځ کې د روسیې د پلویانو بیلتون غوښتونکو او د اروپا د امنیت اوهمکارۍ د سازمان استازي ګډون ولري.
اوکراین په تیروڅو میاشتوکې په ختیځ کې د روسیې د پلویانو بیلتون غوښتونکو پرضد جنګیږي او له پسرلي راهیسې تر اوسه په دې بحران کې څلورزره اووه سوه کسان وژل شوي دي.
امریکا او اروپايي اتحادیې له اوکراینه د کریمیا د الحاق او په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو د ملاتړپه خاطر پر روسیه بندیزونه لګولي دي.
بیلتون غوښتونکو په تیروڅومیاشتو کې د دې هېواد د ختیځ په دوو ولایتونو کې د زیاتو سیمو کنټرول ترلاسه کړی او ناټو وايي چې د مسکو لخوا یې مستقیم ملاتړکېږي.
په اوکراین کې د سپټمبر په پینځمه د اوربند موافقه وشوه خو بیا هم د تیرې میاشتې په پیل کې جګړې زور واخیست او ویل کېږي چې زر تنه له سپټمبر راهیسې وژل شوي دي.
کریملین وايي چې ولسمشر پوتین، د فرانسې جمهورریس او صدراعظمې انګیلامیرکل دا منلې چې په جګړه کې ښکېلو خواوو، په نسبي ډول په تیرو څو ورځو کې د اوربند موافقه مراعت کړی ده.
د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو دفتر ویلي چې د اوربند د مراعتولو اړتیا ده او په جګړه کې ښکېل لوري باید ټول ځواکونه او درنې وسلې له سیمې وباسي او ژرترژره جنګي اسیران هم خوشې کړي.
کریملن همداراز د اوکراین په ختیځ کې خلکو ته پر بشري مرستو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هلته د اقتصادي ثبات لپاره باید کار وشي.
مسکو تردې مخکې هم په وار وار پر اوکرایني چارواکو ږغ کړی چې په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو په ترکنټرول لاندې سیمو کې، خلکو ټولنیز خدمات له سره پیل کړي.
د جرمني حکومت ویلي چې د فرانسې، روسیې، جرمني او اوکراین مشرانو د دایمي حل پر وړاندیزونو خبرې کړې او په ځانګړي ډول یې د جنګي اسیرانو پر خوشې کېدو تاکېد کړی دی.
دې څلورو مشرانو ټینګار کړی چې د سولې لپاره باید کانکریټي ګامونه واخیستل شي او د اوربند موافقه باید په بشپړ ډول عملي شي.
د روسیې خبري اژانس [انټرفاکس] په دونیڅک کې د بیلتون غوښتونکو له خوا د اعلان شوي جمهوریت د یوه مشرپه حواله ویلي چې دواړه خواوې باید د وسلو د کارولو پرځای، د مذاکرو له لارې یوه منطقي جوړجاړي ته ورسیږي.
د قزاقستان ولسمشرنورسلطان نظربایف پرون په کېف کې د خبرو پرمهال د روسیې او اوکراین رهبرانو ته وړاندیز وکړ چې هلته د روان بحران د حل لپاره صادقانه منځګړیتوب ته تیار دی.