د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

نظربایف غواړي چې د اوکراین د بحران د حل په اړه منځګړی اوسي


د قزاقستان ولسمشرچمتووالی ښودلی چې د اوکرایین په ختیځ کې به د کړکېچ د هواري لپاره د یوه صادق منځګړي په توګه مرسته وکړي.

د روسیې انټرفکس خبري اژانس د نورسلطان نظربایف له قوله لیکلي چې وایې، له دې کبله کولای شي په دې برخه کې د سولې ریښتونی منځګړی اوسي چې له دواړو هېوادونو هم اوکرایین او هم روسیې سره اړیکې لري.

روسیه تورنه ده چې د سرتیرو او وسلو په لیږلو سره یې د اوکرایین په ختیځ کې ناکرارۍ رامنځته کړي دي، خو مسکو دا تورونه ردوي.

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف د اوکرایین په ختیځ کې د شخړو د هواري پرمرستې سربیره دا غوښتنه هم کړې ده چې د اوکرایین خپلواکې او ځمکنۍ بشپړتیا باید ډاډمنه شي.

نظربایف د یکشنبې په ورځ اوکرایین ته ترسفر دمخه په پلازمینه آستانه کې دا خبرې وکړې.

هغه ویلي چې کولای شي له روسیې او اوکرایین دواړو سره د اړیکو څخه په استفادې د سولې د یوه صادق منځګړي په توګه رول ولوبوي.

ټاکل شوې نظربایف نن په کېف کې له ولسمشر پترو پروشینکو سره وګوري.

پروشینکو پرون یکشنبه د بیلاروس له ولسمشرالکساندرلوکاشینکا سره هم په کېف کې ولیدل.

لوکاشینکا هم ژمنه کړې چې له اوکرایین سره به د دغه هېواد په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو په وړاندې د مبارزې او هم د هغو اقتصادي ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي چې د همدې جګړو له کبله رامنځته شوي دي.

د بیلاروس دولتي خبري اژانس بیلتا د لوکاشینکا له قوله لیکلي چې وایې:

″زه غواړم په اوکرایین کې هرڅه ښه وي. که چېرې له بیلاروس څخه کوم څه ته اړتیا لري، نو ووایاست، موږ به ټول په یوه ورځ درته وکړو.″

د سپتمبر پرپنځمه منسک د هغو خبرو کوربه وو چې په نتیجه کې یې د اوکرایین د حکومتې ځواکونو او په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ پر اوربند موافقه وشوه.

څیړونکې وایي، ښایي لوکاشینکا په خپل هېواد کې د هغو اعتراضونو له تکراره ویره لري چې په فبرورۍ کې په اوکرایین کې وشوه او په نتیجه کې یې د پخواني ولسمشرویکتور یانوکویچ حکومت ړنګ شو.

یانوکویچ هم د لوکاشینکا په څیرد مسکو یو نژدې متحد وو، خو بل خوا له مسکو سره د یانوکویچ اړیکې خرابې دي او د روسیې هغه طرح یې نه ده عملي کړې چې غواړي له بیلاروس سره یو متحد دولت جوړ کړي.

لوکاشینکا د ډسمبر پراتلسمه خپل حکومت ته امرکړی چې له دې وروسته له روسیې سره خپلې سوداګرۍ په یورو او امریکایې ډالرو ترسره کړي.

په دې وروستیو کې د امریکا او لویدیځ له خوا پر ورسیې اقتصادي بندیزونه او د نړۍ په مارکېټونو کې د تیلو د بیو کمیدل، چې د روسیې یو اساسي عاید دی، د دې سبب شوه چې د ډالروپه وړاندې د روسيې د روبل ارزښت کم شي.

دغه اقتصادي بندیزونه په اوکرایین کې د مسکو د مداخلې له کبله لګول شوي وه.

قزاقستان او بیلاروس دواړه له روسیې سره د یوې ګمرکې اتحادیې غړي دي، خو د روسیې اقتصادي ستونزو په منسک او آستانې دواړو کې اندیښنې راپورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG