له افغانستانه د مخدره موادو قاچاق او په سيمه کې د سخت دريځو ډلو زياتوالی د جمعي امنيت تړون ادارې يا Collective Security Treaty Organization د نننۍ غونډې موضوعات دي.
ټاکل شوې ده روسيه به د دې غونډې مشري تاجکستان ته وسپاري او د دې هېواد ولسمشر به يې د شورا د غونډې مشري کوي. د جمعي امنيت تړون اداره شپږ اصلي او دوه ناظر غړي لري.
نن د جمعي امنيت د تړون ادارې د غړيو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په مسکو کې غونډه کیږي.
په دې غونډه کې به د غړي هېوادونو د لويو اندېښنو، لکه له افغانستانه د مخدره موادو قاچاق او په سيمه کې د تروريزم او سخت دريځۍ د زياتوالي په اړه خبرې کيږي.
په نننۍ غونډه کې د جمعي امنيت د تړون ادارې مشري تاجکستان پرغاړه اخلي.
تاجکستان د دې تړون د نورو غړيو هېوادونوله پرتله د سياسي او جغرافيايي پلوه له افغانستان سره نيږدې دی.
د سيمې او افغانستان د مطالعاتو د مرکز ريس قاسم شاه سکندر له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل:
″تاجکستان له افغانستان سره د اوږده سرحد په درلودلو سره د مخدره موادو له قاچاق، د سخت دريځۍ او تروريزم له ستونزو سره مخامخ دی.
تاجکستان ته د دې غونډې د مشرۍ انتقال هم ډېر مهم ګام دی او دا کار به د هغو تهديدونو چې د سيمې هېوادونه ورسره مخامخ دي، د مخنيوي لپاره ډېر اغېزمن وي.″
روسيه، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان او بیلاروس د دې نظامي تړون نور غړي هېوادونه دي.
افغانستان او سربستان تېرکال د ناظرپه توګه له دې سازمان سره تړاو وموند.
د ايتارتاس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د دې غونډې له پيلېدو مخکې به نن د برخه اخيستونکو هېوادونو مشران له يو بل سره په ځانګړي توګه ليدل کتل وکړي.
د ايتارتاس د راپورله مخې، د روسيې د ولسمشر ولاديميرپوټين يوه ملاتړي، يوري اوشاکوف ويلي چې په دې غونډه کې به غړي هېوادونه د مخدره موادو د قاچاق د مخ نيوي او په مرکزي اسيا کې ورځ په ورځ زياتېدونکي تروريزم په اړه خبرې وکړي.