د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

نواز شريف پر ښوونځي د طالبانو بريد "وحشتناک" وباله


د پاکستان صدراعظم نواز شريف په داسې حال کې چې په پېښور کې پر يوه ښوونځي د وسله والو پاکستاني طالبانو د يوه خونړي بريد په نتيجه کې د وروستيو راپورونو له مخې لږ تر لږه ١٣٢ کسان وژل شوي؛ وايي چې پاکستان او افغانستان به په ګډه په سيمه کې د ټرورېزم د ځپلو مبارزې ته دوام ورکړي او په قبايلي سيمو کې به د وروستي ترهګر تر ځپلو پورې د پاکستانيو ځواکونو عمليات دوام ولري.

نوموړی وايي چې په دې وروستيو کې يې امنيتي ځواکونو په قبايلي سيمو کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد کامياب عمليات کړي چې له امله يې هغوى ترهېدلي او اوس بېګناه خلک په نښه کوي.

نوموړي دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر يوه ښوونځي تر وسله وال بريد وروسته دې ښار ته د خپل سفر پر مهال وکړې.

وسله والو د سه شنبې په ورځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې پر يوه ښوونځي چې د پاکستاني پوځ له خوا اداره کېږي؛ بريد کړى چې په ترڅ کې یې د چارواکيو په وينا تر دې دمه لږ تر لږه ١٣٢ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټبيان دي.

چارواکي وايي، په درنو وسلو سمبالو ترورېستان، چې نظامي يونيفارم يې پر غاړه و؛ د پېښور ښار ورسک روډ په بهار کالونۍ کې پر يوه ښوونځي هغه مهال ورننوتل چې په ښوونځي کې سلګونه زده کوونکي موجود وو.

په وژل شويو کې تر ١٠٠ زيات زده کوونکي دي چې عمرونه يې له ٨ تر ١٦ کلونو پورې دي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف په پېښور کې پر ښوونځي د طالبانو بريد وحشتناک وباله او ويې ويل، دوى پتېيلې ده چې به په قبايلي سيمو او همداراز د پاکستان په ښاري سيمو کې د ترورېستانو مرکزونه له منځه وړي.

هغه زياته کړه چې له ګاونډي هېواد افغانستان سره به يوځاى په سيمه کې د ترورېزم ضد مبارزه وکړي:

"موږ له افغانستان سره په دې اړه خبرې کړي چې دواړه هېوادونه به په سيمه کې د ترورېزم د مخنيوي لپاره ګډه مبارزه کوي. موږ به د وروستي ترهګر تر ختمېدا پورې عمليات جاري وساتو او بايد ووايم چې دا ډول بريدونه زموږ حوصلې نه شي ټيټولاى."

ورسک روډ د پېښور تر ټولو حساسه سيمه ګڼل کېږي چې شاوخوا يې د پاکستانيو پوځيانو نظامي مرکزونه او ګڼ شمېر دولتي ودانۍ پرتې دي.

ويل کېږي چې د دغه ښوونځي ډېرى زده کوونکي د پاکستاني پوځ د برحاله او متقاعد پوځيانو اولادونه او خپلوان دي.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې تر دې دمه يې په ښوونځي له ترهګرو سره په نښته کې ٦ وسله وال وژلي دي او په خبره يې چې لا هم په ښوونځي کې تلاشي عمليات دوام لري.

په پېښور کې پر ښوونځي دا بريد په داسې حال کې شوى چې په دې وروستيو پاکستانيو ځواکونو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمو پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې د پاکستانيو طالبانو په ګډون ګڼ شمېر بهرني وسله وال وژلي او د هغوى نېټ ورک يې له منځه وړى دى.

بل خوا په پېښور کې پر ښوونځي د بريد مسووليت پاکستاني وسله والو طالبانو منلى او ويلي يې دي چې دا برید د دوی جنګیالیو په شمالي وزيرستان کې د "ضرب عضب" او په خيبر ايجنسۍ کې د روانو "خيبر ون" عملياتوت په غبرګون کې کړى دى.

د پېښور د ليډي ريډنګ روغتون د عامه اړيکيو مسوول ازادي راډيو ته په رالېږلي پېغام کې ويلي چې په دې روغتون کې اوس هم ډېرى ټپيان تر درملنې لاندې دي چې په دوى کې د ٨ حالت د اندېښنې وړ دى.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان ګڼ شمېر سياسي او مذهبي ګوندونو په پېښور کې پر ښوونځي د طالبانو بريد غندلى او له حکومته يې غوښتي چې د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG