د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۳

"هر کال یولک ځوانان د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله د وسله والو لیکو ته وراوړي"


بې کاري او بې وزلي هغه دوې پدیدې دي چې هر کال شاوخوا یو لک افغان ځوانان د دولت د مخالفینو لیکو او یا هم غیر قانوني مهاجرتونو او په مخدره موادو روږدیدو ته هڅوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینتیمور شاه اسحاق زي د سې شنبې په ورځ له آزادی راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ځوانانو حالت د اندیښنې وړ او وروستي کلونه یې د ځوانانو لپاره ډیر بد وبلل.

ښاغلي اسحاق زي د سولې په بهیر کې د ځوانانو ونډه مهمه یاده کړه او ټینګار یې وکړ، چې که دولت غواړي د سولې بهیر بریالی شي؛ نو باید ځوانانو ته په کې ونډه ورکړي.

"هغه ځوانان چې د بې کاریو له امله د دولت د وسله والو مخالفینو په ځانګړي توګه د طالبانو او القاعدې لیکو ته ورځي؛ یا غیر قانوني مهاجرتونه کوي او یا هم په مخدره موادو روږدیږي؛ په مجموع کې زموږ د اټکل له مخې شمیر یې یو لک کسانو ته رسیږي."

د وروستیو سروې ګانو له مخې دا مهال د افغانستان د وګړو شپیته فیصده ځوانان دي؛

د ځوانانو معین وايي، که حکومت پر ځوانانو پانګوونه وکړي؛ نو دا به په هیواد کې د سولې د راوستلو لپاره یو ګټور اقدام وي.

دی همدا راز له حکومته غواړي، پر هغه قانون باید له سره کتنه وشي چې له مخې یې د کابینې د یوه وزیر د ټاکلو لپاره د پنځه دیرش کلنۍ سن پوره کول یو شرط دی او زیاتوي چې باید له دې سن نهښکته ځوانانو ته هم په لوړو پوستونو کې د ګمارلو زمینه برابره شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین وايي؛ ځوانانو ته د کاري زمینې د جوړولو او د هغوی د ودې په خاطر یې د یوې پنځه کلنې ستراتیژۍ مسوده جمهوري ریاست ته استولې او افغان کابینې هم دا وړاندیز منلی دی.

خو پوښتنه دا ده چې د افغان ځوانانو د اوسنیو ستونزو د هوارولو لپاره باید څه وشي؟

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق استازې "انیت ساکس رابرټسن" په دې اړه وايي چې حکومت د ځوانانو لپاره د کار او ښوونې او روزنې په برخه کې د فرصتونو په جوړولو سره کولای شي دا ستونزې حل کړي.

میرمن رابرټسن په افغانستان کې په ځانګړې توګه د کم عمره نجونو حالت چې د دې په وینا د ناوړو دودونو قربیاني دي؛ د انديښنې وړ بولي.

دا له افغان حکومت څخه غواړي چې د کورني تاوتریخوالي قرباني شوو نجونو لپاره د تعلیم امکانات برابر کړي:

"هغه موضوعات چې له دې راپور څخه ترلاسه شوې دي او د اندیښنې وړ مسایل دي؛ هغه روغتیايي، تعلیمي او د ځوانانو بې کارې ده. په راپور کې همدارنګه یادونه شوې چې تر یوه حده په یادو برخو کې پرمختګونه هم شوي. خو په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې باید نور لازم پرمختګونه هم وشي."

هر کال په افغانستان کې زرګونه ځوانان له پوهنتونونو فارغیږي؛ خو د دوی ټولو لپاره کاري زمینه نشته.

آن په ځينو مواردو کې لیدل شوي چې یو شمیر ځوانانو د بې کارۍ او بې روزګارۍ په خاطر ځانونه وژلي دي.

XS
SM
MD
LG