د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

سروې: د تیرکال په نسبت د اکثرو افغانانو ژوند خراب شوی


د ګلوب نړیواله موسسه چې له ۲۰۰۸ م کال راهیسې د افغانستان په اړه سروې ګانې خپروي؛ دا ځل یې د افغانانو د ژوند د څرنګوالي په اړه داسې مهال له خلکو پوښتلي چې په دې هیواد کې د نړیوالو ځواکونو د محارب ماموریت ختمیدوته یواځې درې اونۍ پاتې دي.

د شوې سروې له مخې د اکثره افغانانو ژوند روان ۲۰۱۴کال د تیر میلادي کال په نسبت چې ژوند یې خراب و؛ لا خراب شوی دی. د هرو لسو پوښتونکو له ډلې شپږو یې د پخوا په نسبت خپل ژوند ډیرتریخ بللی چې له ۲۰۰۵ م کال راهیسې چې ګلوب د سروې ګانو لړۍ پیل کړې؛ له دغسې وضعیت سره بل هیڅ هیواد نه و مخامخ.

د ګلوب د سروې له مخې اکثره هغه افغانان چې له ښارونو د باندې په لیرې پرتو سیمو کې اوسي او دوی د افغانستان د ټول نفوس درې پرڅلورمه برخه تشکیلوي؛ په خراب وضعیت کې ژوند کوي. یعنې په سلو کې ۶۴ کلیوالي خلک نیستمن ژوند لري حال داچې دغه رقم په ښارونو کې په سلو کې ۴۹ دی.

ګلوب موسسه وایي، په داسې حال کې چې بې وزلي په ټول افغانستان کې په تیره بیا کلیوالي سیمو کې زیاته ده؛ د سروې یوشمېر ګډونوالو ویلي چې تیرکال د ډوډۍ د اخیستو توان هم نه درلود.

د ښارونو په نسبت په لیرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو؛ روغتیایي خدماتو او سړکونو وضعیت هم خراب دی.

پردې سربیره د افغانستان په یوشمیر سیمو کې د امنیتي وضعیت خرابوالي په تیره بیا ځوانان ډېر اندیښمن کړي او دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د امن کولو په هدف په دې هیواد کې میشت نړیوال ځواکونه له دیارلسو کلونو وروسته په وتو دي.

د سروې له مخې، اکثره افغانانو چې مرکې ورسره شوي؛ ویلي چې په ښارونو او سیمو کې یې اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.

ګلوب نړیوالې موسسې دغه سروې له زرو افغانانو له پنځلس کلنۍ نیولې او د پورته عمرلرونکو سره د مرکو په اساس کړې ده.

دغه موسسه له ۲۰۰۸ کال راهیسې د افغانستان په اړه د خپلو سروې ګانو لپاره هرکال زرافغانان پوښتي.

XS
SM
MD
LG