د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۸

افغان پلاوی تهران ته د افغان کډوالو د ستونزو لپاره تللی


افغان چارواکي وایي، تهران ته تللی افغان پلاوی به د هغه هېواد له چارواکو سره د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د اجرایي ریس د دویم مرستیال محمد محقق په مشرۍ یو پلاوی د شنبې په ورځ تهران ته ولاړ.

د بهرنیوچارو وزارت چارواکي وایي، دا پلاوی به له ایراني چارواکو سره د کډوالو د ستونزو سربیره په دواړه اړخیزو فرهنګي اړیکو هم خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، تهران ته تللی افغان پلاوی به د هغو څه پنځه لکو افغان کډوالو د برخه لیک په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې، چې د اقامت ویزې یې پای ته رسیدلي دي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، د افغان حکومت دا پلاوی د اجرایه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق په مشرۍ وروسته له دې ایران ته ولیږل شوچې ایران په لکونو مهاجرو ته د وتلو امر کړی.

ښاغلی مستغني وایي، ایران څلورکاله وړاندې ډيرو افغانانو ته په هغه هېواد کې د پاتې کیدو اسناد ورکړي وو، چې دا مهال د ډيرو د قانوني اوسیدو معیاد پوره شوی او ایران ورته د وتلو امر کړی دی:

″د اجرایه ریس د دویم مرستیال محمد محقق په مشرۍ پلاوی ایران ته تللی او د ایراني چارواکو سره به د افغان مهاجرو د ویزو په تمدید خبرې وکړي.

نو دا پلاوی به د ایراني چارواکو څخه د څلور لکه او اویا زره افغانانو د ویزو د وخت غزولو غوښتنه وکړي.″

د راپورونوله مخې دا مهال په ایران کې شاوخوا نهه لکه افغان مهاجرپه قانوي اسنادو او تر یو نیم میلیونو ډيرپه غیرقانوني ډول اوسیږي چې ایران تل په سختوحالاتو یا ژمي کې د دوی د ایستلو هڅه کړې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې د کډوالو د کمیسیون غړي وایي، ګاونډیو هېوادونو او په تیره بیا ایران تل هلته د میشتو افغانانو څخه سیاسي ګټه پورته کړي او د فشار د الې په توګه یې کارولي دي.

د دې کمیسیون غړي بای مراد قوینلي ازادۍ راډیوته وویل، د ملي وحدت د حکومت مشران باید د حکومت د نورو برخو د رغونو ترڅنګ د افغان کډوالود ستونزو د ختمولو او هېواد ته د هغوی د راستنیدلو هڅې وکړي:

″څرنګه چې په بهرکې د مهاجرینو فیصدي ډيره لوړه ده نو له بلې خوا د ډيرو ستونزو سره هم مخ دي او څوک چې د اوسیدو جواز ونه لري نو طبعا دا ستونزې لا ډيریږي اوس چې محقق سفر کړی هیله شته چې ستونزې یې حل شي.″

افغانستان د کډوالۍ په برخه کې په نړۍ کې لومړی ځای لري، چې اکثره کډوال یې هم په ایران او پاکستان کې میشت دي.

په افغانستان د شوروي اتحاد یرغل، کورنۍ جګړې، اقتصادي ستونزې او ناامنۍ هغه عوامل دي، چې له مخې یې افغانان بهرنیو هېوادونوته کډوال شوي دي.

افغان حکومت له تیرو دیارلسو کلونو راهیسې د دې کډوالو راستنیدو ته هڅې وکړې، خو لاهم زیاته برخه کډوال راستنیدو ته زړه نه ښه کوي او په سختو شرایطو کې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي.

په همدې ډول نوي افغان حکومت ژمنه کړي چې په راتلونکو پنځو کلونوکې به د کډوالو ستونزو ته رسیده ګي کوي او ترډيره به هڅه کوي چې د کډواالۍ ګراف راکم کړي.

راپور:یوسف خان ″ځدراڼ″

XS
SM
MD
LG