د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۷

د امریکا دفاع وزیر په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی


د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل نن له غرمې مخکې کابل ته راغی او ټاکل شوې له ولسمشر اشرف غني؛ امریکایي سرتیرو او یوشمیر نورو افغان چارواکو سره وګوري.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کیمپل د چک هیګل د هرکلي لپاره د کابل هوایي ډګر ته ورغلی و.

هیګل خبریالانو ته ویلي چې افغانستان په تیره یوه لسیزه کې یوه اوږده لاره وهلې او اوس دی باوري دی چې افغان ځواکونه کولای شي؛ د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته هم د حکومت د مخالفینو ګواښونه دفع کړي.

د دفاع وزیر په توګه د چک هیګل د دندې ختمیدو ته لږ وخت پاته دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره ورځ اشټن کارتر د هغه هیواد د دفاع د وزیر په توګه وټاکه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هیګل ځای ناستی شي.

د امریکا د دفاع وزیر په داسې حال کې کابل ته راغلی چې په دې وروستیو کې په مرکز کابل او ولایتونو کې د حکومت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه یو څه زیات شوي دي.

دغه راز د روان میلادي کال په پای کې؛ یعنې څه باندې شل ورځې وروسته د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي او امریکا او ناټو به محدود شمېر عسکر په افغانستان کې پریږدي.

کابل ته د هیګل له رارسېدو مخکې ولسمشر اشرف غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله د اروپا له څلور ورځني سفر څخه هیواد ته راستانه شوي دي.

د دې سفر پر مهال افغان ولسمشر د بروکسل او لندن په غونډو کې ګډون درلود او جرمني او آذربایجان ته یې هم سفرونه درلودل.

ټاکل شوې ولسمشر غني نن مازدیګر مهال په یوه خبري غونډه کې برخه واخلي او اروپا ته د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه له خبریالانو سره معلومات شریک کړي.

معلومه نه ده، چې ولسمشر به له دې خبري غونډې مخکې له چک هیګل سره ملاقات وکړي او که نه؟

موږ په دې اړه د آیساف نظر هم وپوښت، د ایساف د مطبوعاتي دفتر یوه مسوول ازادي راډیو ته وویل چې دوی په افغانستان کې د چک هیګل موجودیت تاییدوي؛ خو د سفر د اجنډا او ملاقاتونو په اړه یې څه نه وايي.

XS
SM
MD
LG