د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۸

"د افغانستان راتلونکي چیلنجونه"


یو شمېرلویدیځو ورځپاڼو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼوکې د افغانستان په اړه د لندن د کانفرانس او د افغانستان د راتلونکي په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

برتانوي ورځپاڼې انډیپنډنټ د افغانستان د راتلونکو چیلنجونو تر عنوان لاندې په یوه مطلب کې لیکلي:

لویدیځ په افغانستان کې نزدې یو تریلیون ډالر لګولي او زرګونه سرتیري يې قرباني شول خو لاسته راوړنه نه لري.

ورځپاڼه د لندن کانفرانس ته په اشارې سره لیکي، دا غوڼده په داسې وخت کې کیږي چې افغانستان لاهم له چیلنجونو ډک هېواد دی.

انډیپنډنټ لیکي:

د واک سوله ییز انتقال او ځیني نورې لاسته راوړنې یوه کامیابي بلل کیږي خو خو واقیعت دا دی چې د طالبانو پرضد ۱۳ کال وړاندې د امریکا د لومړنی بمبارۍ او د دې ډلې د نظام له ړنګیدو راپدیخوا د افغان دولت وسله وال مخالفان تربل هر وخت زیات پیاوړي شوي او په جنوب او شمال ختیځ کې يې یو شمېر سیمې هم نیولي دي.

د مطلب لیکونکي د افغانستان په اداروکې د فساد موضوع ته هم اشاره کړې او لیکي:

ویل کیږي چې دا مهال ۶ عشاریه ۷ میلیونه افغان ماشومان ښونځیو ته ځي خو دا زده کونکي له غیرمسلکي او نا لوستو ښوونکو سره مخامخ دي.

ورځپاڼې د مطلب په پای کې لیکلي:

که ولسمشراشرف غني او اجرائوي رئیس عبد الله عبد الله وتوانیږي له مخالفتونو سره سره د موجوده ستونزو د حل لپاره همکاري وکړي نو پایله به د پام وړ وي.

ډیلي تیلیګراف د افغانستان په اړه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي:

په داسې حال کې چې په افغانستان کې تروریستان په خپلو پټن ځایونو کې منتظر ناست دي، نشي کیدای چې دا هېواد همداسې په ګډوډ حالت کې پریښودل شي.

ورځپاڼه زیاتوي د افغانستان خلک اوس درې نیم لکه سرتیري لري چې کولای شي له خپل هېواده دفاع وکړي.

ورځپاڼه وايي، متحده ایالات،برتانیه او نورهېوادونه فرصت لري چې د لندن په کانفرانس کې له افغانستان سره د خپلو ژمنو ډاډ ورکړي.

د مقالې لیکونکی وايي، که له افغانستان سره مالي مرسته بنده شي نو شاید له هغې ګډوډۍ سره مخامخ شي چې یو وخت د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته ورسره مخ و.

د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د خلکو اندیښنې نکل کړي دي او لیکي:

افغانان له لویدیځ غواړي چې دوي د طالبانو د ترور په جریان کې یوازې پرینږدي.

ورځپاڼه لیکي:

افغان ځوانانو د لندن د کانفرانس په درشل کې له یو شمېرلویدځو چارواکو سره چې د برتانيي د پراختیايي چارو وزیره جستین ګرینینګ هم په کې شامله وه، کتنه وکړه او له هغې وغوښتل چې برتانیه باید افغانستان یوازې پرینږي.

ټایمز ورځپاڼې په دې لړ کې په بلخ ولایت کې د یوه مدني پروګرام د مسولې ماریا رهین څخه په نکل لیکلي که په افغانستان کې روانه نا امني لا پسې پراخه شي نو تیر بیا تکرارشي او پایلې به يې نه یوازې افغانستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره ناوړه وي.

ټایمز د مقالې په پای کې لیکي له افغانستان سره به د برتانيې روانې مرستې تر ۲۰۱۷ م کاله پورې دوام ولري.

XS
SM
MD
LG