د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۳

"ډېر ژر به یو شمېر ولایتونو ته نوي والیان وټاکل شي"

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویاند تواب غورځنګ
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویاند تواب غورځنګ

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د دې ادارې په پیشنهاد او د ولسمشر په منظوري د یو شمېر ولایتونو والیان او ښاروالان بدل شي.

د دې ادارې ویاند تواب غورځنګ وایي؛ دا بدلونونه ترډیره په هغو ولایتونو کې راځي چې امنیتي وضعیت په کې ښه نه دی.

ښاغلي غورځنګ د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې بدلونونو په لړ کې محمد عمر ساپی د کندز د نوي والي په توګه ټاکل شوی.

"د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې په پیشنهاد او د ولسمشر په منظورۍ ښاغلي محمد عمر ساپی د کندز د نوالي په توګه ټاکل شوی؛ د دې بدلون هدف دا دی چې په کندز کې د ښې حکومتوالۍ او پرمختګ روان بهیر چټک شي؛ موږ هیله من یو چې دغه بدلون به مثبت تاثیر ولري."

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې یوه چاوراکي چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادۍ راډيو ته وویل چې په پام کې دی ژر د لوګر، غزني، بادغیس او هلمند ولایتونو والیان هم بدل شي.

یاده سرچینه زیاتوي په ورته وخت کې به د یادو ولایتونو په ګډون د نهو نورو ولایتونو ښاروالان هم بدل شي.

د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي اسوشیېټډ پرس اژانس ته ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني غواړي د کندز، بادغیس، غزني، ننګرهار او هلمند لوړپوري چارواکي لري او پر ځای یې نور کسان مقررکړي.

ولسمشر په داسې حال کې دا پریکړه کړې چې د یادو پنځو ولایتونو زیات شمېر برخې کلونه کونه د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګاونو پخوانی مشرعبدالخالق فراهي چې دوه ورځې وړاندې له دندې لرې شوی؛ هم تاییدوي چې د ملي وحدت حکومت غواړي د والیانو په کچه په سیمه ییزو ادارو کې پراخ او ژور بدلون رامنځ ته کړي.

یوشمېر کارپوهان وايي، د ملي وحدت حکومت غواړي، د کابینې په څیر ټول ولایتونه هم په دوو برخو وویشي او هر یو د خپلې خوښې کس په کې د والي په توګه وګماري.

لیکوال او د سیاسي چارو کاپوه زبیر شفیقي وايي؛ دواړه مشران هڅې کوي چې په سیمه ییزو ادارو کې هغه کسان په دندو وګماري چې د کمپاینونو پرمهال یې ورسره وعدې کړې وې.

"دوه سره حکومت راغلی، د دوو کسانو ترمنځ ویشل شوی؛ والیان به حتمي تغیر خوري د دواړو ګروپونو والیان به راځي؛ له دوی سره چې څوک موافق وي هغه به والیان وي او که څوک موافق نه وي هغه به لرې کیږي؛ هغه خلک به والیان کیږي چې د کمپاین پرمهال له دوی سره وو او مشرانو ورسره وعدې کړې وې."

چارواکي په داسې حال کې په محلي ادارو کې د بدلون خبره کوي چې د افغانستان ملي شورا او مدني ټولنې انتقاد کوي چې حکومت باید د سرپرستي قانون له منځه یوسي او سرپرست والیانو پرځای دې وړ او لایق کسان په دندو وګماري.

د امنیتي چارو ځینې کار پوهان وايي له څه باندې دوو میاشتو راهیسې والیان او نور سیمه ییز چارواکي د سرپرستانو په توګه کار کوي چې د ناامنیو د زیاتېدو یو علت همدا هم کېدای شي.

راپور: رحمت الله افغان

This item is part of
XS
SM
MD
LG