د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

صدیقي: خلک باید د ټروریستانو په پيژندلو کې له موږ همکاري وکړي


په افغانستان په ځانګړي توګه پلازمینې کابل کې د انتحاري حملو او چاودنو په زیاتیدو سره د کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتنه وکړه چې د ټروریستانو په پیژنده کې ورسره مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په کابل ښار کې د پاڼو په ویشلو سره له خلکو و غوښتل چې د امنیت په ټینګښت کې ورسره همکاري وکړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل چې که خلک د مشکوکو ټروریستانو په پیژندلو کې له پولیسو سره همکاري وکړي؛ نو دا کار به د امنیت په ټینګښت کې ګټور تمام شي.

"د کابل له خلکو څخه زموږ مشخصه غوښتنه دا ده چې، په خپلو سیمو کې د مشکوکو کسانو په پيژندنه کې راسره همکاري وکړي. دا ډیره آسانه ده چې دوی وکړای شي یو ټروریسټ یا مشکوک کس وپيژني. باور وکړئ چې د دا ډول کسانو په پيژندلو سره ډیره لاس ته راوړنه درلودی شو."

د کورنیو چارو وزارت په داسې وخت کې له خلکو نه د همکارۍ غوښتنه کوي چې د افغانستان پلازمینه کابل په تیرو څه باندې دوو اونیو کې د لږ تر لږه دولسو ډله ییزو او انتحاري حملو شاهد و.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي؛ مخالفینو ځکه دغه حملې زیاتې کړي؛ څو د افغانستان نوی حکومت ناتوانه ښکاره کړي او خپل قدرت وښیي.

ښاغلی صدیقي د دغو حملو بل لامل د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کیدل بولي.

دا چې په وروستیو خونړیو حملو کې تر ډيره ملکیان قرباني شوي؛ د امنیتي چارو کارپوهان هم وایي چې د ټروریسټي ډلو او اشخاصو په پیژندلو کې د خلکو د همکارۍ راجلبول یو ښه اقدام دی.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او امنیتي کارپوه فقیر محمد فقیري آزادي راډیو ته وویل چې ټروریسټان د خلکو په منځ کې اوسیږي او خپلې حملې پلانوي:

"که خلک په رښتیا سره همکاري وکړي؛ نو دا هڅه په ځای ده او ګټوره تمامیدای شي. ځکه هغه کسان چې انتحار کوي یا بمونه ښخوي؛ دا ټول د خلکو له منځه را تیریږي، شپه کوي او حتی داسې کسان هم لري چې مطلوبو سیمو ته په رسیدو کې ورته لارښونه کوي."

په همدې حال کې خلک هم د کورنیو چارو وزارت له دې اقدام څخه خوشحاله دی او وایي چې دا کار کولای شي د وسله والو حملو د کمېدو لپاره ګټور تمام شي.

د کابل اوسیدونکی عبیدالله وایي، که خلک همکاري ونه کړي؛ دولت په یوازي نه شي کولای امنیت ټينګ کړي:

"که خلک ورسره مرسته وکړي، نو دا به د امنیت لپاره ښه وي. که زه او ته ورسره مرسته ونه کړو؛ دولت یوازې څه وکړي. که کوم څوک مشکوک کس ویني؛ باید په اړه یې راپور ورکړي."

د کابل بل اوسیدونکی عبدالطیف هم پولیسو ته په دا ډول مواردو کې معلومات ورکول د ټولو دنده بولي.

"دا د هر افغان ایماني او وجداني وظیفه ده چې په داسې مواردو کې معلومات ورکړي."

د چارو کتونکي که څه هم د پيښو په مهارولو او له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو وړتیا ستایي؛ خو سپارښتنه کوي چې که حکومت خپل استخباراتي فعالیت زیات کړي؛ نو ښایې پر وخت د حملو مخه و نیول شي.

دا هغه څه دي چې د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا د ملي وحدت نوی حکومت هم هڅه کوي؛ څو په خپلو استخباراتي او کشفي ارګانونو پانګونه زیاته او پیاوړې یې کړي.

XS
SM
MD
LG