د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ د اروپا او امریکا بازارونو ته د افغانستان دسوداګریزو مالونو د لاس رسي تر ټولو آسانه لاره د کسپين بحیره ده.
که څه هم له سمندر سره د افغانستان د نښلولو تر ټولو نږدې ټرانزیټي لارې د ایران چاه بهار او د کراچۍ بندرونه ښودل شوي دي؛ خو افغان حکومت وايي، د قیمت له نظره تر ټولو ارزانه لاره د ترکمنستان له لاره ده.
دغه څرګندونې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري د (TIR) یا نړیوال جاده یې ټرانسپورټ د سیسټم د پيژندنې په غونډه کې وکړې.
ښاغلي شینواري د شنبې په ورځ په دغه غونډه کې وویل؛ دوی په ۲۰۱۰ کال کې په دې اړه مطالعه وکړه چې له افغانستانه نړیوالو بازارونو ته کومه ټرانزیټي لاره اقتصادي او نږدې ده.
نوموړی وايي، د دوی موندنو دا و ښودله چې د لاجورد لاره چې د ترکمنستان له لارې تیریږي؛ تر ټولو آسانه او ارزانه لاره ده.
"د هغې ارزونې او مطالعې له مخې مو دا وموندله چې د نړیوالو مارکیټونو په تیره بیا د اروپا او امریکا بازارونوته زموږ تر ټولو آسانه او لنډه لاره د تور سمندرګي لاره ده. هغه لار چې له ترکمنستان څخه د کسپین بحیرې، آذربایجان او ګرجستان څخه تیریږي او تورې بحیرې ته رسیږي."
نوموړی همدا رنګه وايي، پر دغه لاره پرتو هیوادونو ته یې د ټرانزیټ په برخه کې د څو اړخیزه موافقت نامې مسوده هم لیږلې ده چې ژر به ورباندې موافقه وشي او ښایې یو شمیر نور هیوادونه لکه ترکیه او اکراین هم په کې شامل شي.
افغانستان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د "تیر" (TIR) د کنوانسیون غړیتوب تر لاسه کړ.
تیر د نړیوال جاده یې ټرانزیټ سیسټم دی چې پر اساس یې د غړیو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو توکو د انتقال په پروسه کې آسانتیاوې رامنځ ته کیږي او نړیوال تضمین ترلاسه کوي.
په افغانستان کې د تیر سیسټم د دریو ارګانونو؛ د سوداګرۍ او صنایعو او ترانسپورټ وزارتونو او د سوداګرۍ او صنایعو د خونو له خوا اداره کیږي.
په همدې حال کې د سوداګرۍ وزارت د ټرانزیټ او سوداګرۍ د آسانتیا د برخې رییس وايي؛ افغانستان سمندر ته لاره نه لري او نړیوالو بازارونو ته د خپلو مالونو د انتقال لپاره د ګاونډیو هیوادونو په بنادرو تکیه کوي.
ډاکټر یحیی اخلاقي همدا رنګه په دغه غونډه کې وویل چې افغانستان په سیمه کې د ښه موقعیت لرونکې هیواد په توګه کولای شي؛ ډیر ښه اقتصادي امتیازونه تر لاسه کړي.
"د افغانستان نښلوونکی بعد هغه مثبت اړخ دی چې افغانستان یې د سیمې په کچه لرلی شي او همدا ځانګړنه کولی هم په خپله افغانستان کې او هم په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ لامل وګرځي."
له دې وړاندي چین ته د افغان ولسمشر د سفر پر مهال هم دغه هیواد موافقه وکړه چې د وریښمو سوداګریزه لاره چې افغانستان یې برخه ده؛ له سره و رغوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي؛ که افغانستان وکړای شي له خپل جغرافیایي موقعیت څخه لازمه ګټه پورته کړي او د ګاونډیو او سیمې تر منځ د نښلونکې رول ادا کړي؛ نو دا به نه یوازې دا چې په دغه هیواد کې اقتصادي وده رامنځ ته کړي؛ بلکې پر امنیتي وضعیت به اغیز وکړي.