د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۹

نړۍ

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند غړی خالد محمود سومرو ووژل شو

د پاکستان پولیس وایي، د یوې طالب پلوه مذهبي سیاسي ګوند یو مطرح سني مشر نن په ډزو وژل شوی دی.

خالد محمود سومرو یو سیمه ییز مشر؛ پخوانی سناتور او مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند غړی و چې په سند ایالت کې د سهار د لمانځه پر مهال د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو. دا خبره د ده د ګوند چارواکو هم تایید کړې ده.

دغه ګوند وایي، تر دې وړاندې پر سومرو شپږ ځلې حملې شوې وې او د مرګ ګواښونه ورته شوي وو.

په دې وژنې سره ډیرې دکانونه او سوداګریز مرکزونه په جنوبي سند کې وتړل شول او د دې ګوند غړي په ټول پاکستان کې د اعتراض په توګه کوڅو ته راوتلي دي.

د دې برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

سره له دې چې جمعیت علماي اسلام مشرانو څو ځلې د پاکستان د حکومت او د وسله والو مخالفینو تر منځ یې د مذاکراتو لپاره هڅې کړي؛ خو د دې ګوند غړي تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو له خوا په نښه شوي وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په هرمز تنګي کې تیل لیږدونکو کشتیو ته د متوجه ګواښونو په اړه راتلونکې اونۍ په لندن کې فوق العاده غونډه جوړیږي

د سمندري فعالیتونو نړیوالې ادارې IMO ویلي چې راتلونکې اونۍ په منځني ختیځ کې په ځانګړې توګه هرمزتنګي کې کشتیو ته د متوجه ګواښونو په اړه د بحث لپاره یوه فوق العاده غونډه جوړوي. د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې دې ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شپږو غړیو، بریتانیا، مصر، فرانسې، مراکش، قطر او متحده عربي اماراتو په غوښتنه دا غونډه به د مارچ په ۱۸ او ۱۹ په لندن کې جوړه شي.

دا غونډه په داسې حال کې پلان شوې چې پرایران د اسراییل او امریکا له خوا له بریدونو وروسته او د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو له امله د نړیوالې انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو د مهمې لارې له پریکیدو او په بې ساري توګه د تیلو او ګازو د بیو له لوړیدو سره اندېښنې زیاتې شوې دي.

د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه اومه تیل د هرمز تنګي له لارې تیریږي. دا لاره په دې ورستیو کې د ایران له لوري پر کشیو او د خلیج پر ګاونډیو هېوادونو د غچ اخیستونکو بریدونو له امله عملاً تړل شوې ده.

د ایران نوی مشر مجتبی خامنه یي د پنجشنبې په ورځ امر وکړ چې د هرمز تنګی دې تړلی پاتې شي. په عین حال کې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وویل چې

د اسلامي جمهوريت د "شر امپراتورۍ" مخه نیول د اومه تیلو له بیې مهم دي.

د پنجشنبې په ورځ د یوه بیرل تیلو بیه له ۱۰۰ ډالرو څخه لوړه شوه.

اسراییل وایي، د لبنان په پلازمینه کې یې د بریدونو یوه څپه پیل کړې ده

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د لبنان د پلازمینې بیروت په بیلابیلو برخو کې یې د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې ده.

دا وروسته له هغې ده چې د اسرائیل پوځ د بیروت په مرکزي برخه کې د یوې سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و چې په دې سیمه کې به یوه ودانۍ په نښه کړي. په بیان کې ویل شوي چې "د اسرائیل دفاعي ځواکونو د بیروت په بېلابېلو سیمو کې د حزب الله د ترهګریزو زیربناوو د په نښه کولو لپاره د بریدونو یوه څپه پیل کړې ده."

حزب الله چې امریکا یې یوه ترهګره ډله ګڼې او اروپایي ټولنې یې نظامي څانګه په تورلست کې شامله کړې، په دې وروستیو کې پرایران د اسراییل او امریکا له بریدونو سره په یوه وخت پر اسراییل د توغندیو د ویشتلو څپه پیل کړې ده.

د لنډ وخت لپاره د تېلو د هر بېرل تر سل دالرو واوښته

FILE PHOTO: Illustration shows map showing the Strait of Hormuz, Iran and 3D printed oil pipeline
FILE PHOTO: Illustration shows map showing the Strait of Hormuz, Iran and 3D printed oil pipeline

په خلیج او د هغه په شاوخوا عربي هېوادونو کې پر تېل وړونکو بېړیو او د تېلو پر بندرونو د بریدونو د دوام له امله، د پنجشنبې په ورځ د تېلو د هر بېرل بیه د څو ساعتونو لپاره بیا تر سل ډالرو واوښته.

د شمالي سمندر د برنټ تېلو بیه په آسیایي بازارونو کې تر ۱۰۱ ډالرو او ۵۹ سنټو پورې ورسېده او د امریکا اومه تېل، چې د WTI په نوم پېژندل کېږي، په څه باندې ۹۶ ډالرو وپلورل شول.

د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ضد د جګړې له پیل راهیسې په نړۍ کې د انرژۍ بیې لوړې شوې دي. د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د تېلو د هر بېرل بیه آن تر ۱۲۰ ډالرو هم رسېدلې وه.

فرانس پرس اژانس د پنجشنبې په ورځ (۲۱ حوت) راپور ورکړی چې د جګړې د پای ته رسېدو هېڅ نښه نه ښکاري، او شنونکي وایي چې ښايي د یوې مودې لپاره د یو بېرل تېلو بیه له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ ډالرو پورې نوې عادي بیه تثبیت شي.

د تېلو نړیوالې بیې له دې سره سره لوړې شوي چې د انرژۍ نړیوالې ادارې د بېلابېلو هېوادونو د ستراتیژیکو زیرمو د یوې برخې د ازادولو پرېکړه کړې ده.

په همدې تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د تېلو د لوړېدونکو بیو د کنټرول لپاره به د امریکا د ستراتیژیکو تېلو د زیرمو یوه برخه ازاده کړي.

تر دې مخکې پرون (چهارشنبې) د انرژۍ نړیوالې ادارې د نړۍ د تېلو د بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره اعلان وکړ چې د خپلو غړو هېوادونو له ستراتیژیکو زېرمو څخه ۴۰۰ میلیون بېرله تېل ازادوي.

ډونالډ ټرمپ: «موږ له ایران سره په جګړه کې بریالي شوي یوو»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (۲۰ حوت) وویل: «موږ له ایران سره په جګړه کې بریالي شوي یوو»، خو زیاته یې کړه چې متحد ایالتونه به د «کار د بشپړولو» لپاره په دې جګړه کې پاتې شي.

ټرمپ د کنټاکي ایالت د هبرون ښار په یوه انتخاباتي غونډه کې وویل:

«انسان هیڅکله نه غواړي ډېر ژر ووایي چې بریالی شوی دی. خو موږ بریالي شوي یوو. په لومړي ساعت کې هر څه پای ته ورسېدل.»

هغه دا هم ادعا وکړه چې متحدوایالتونو د ایران ۵۸ سمندري بېړۍ له منځه وړې دي.

پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونه نن دیارلسمه ده.

پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو دوام؛ د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

پر ایران د امریکا او اسرائیل د عملیاتو د ۱۲مې شپې او ۱۳مې ورځې په ترڅ کې د دې هېواد پر څو ښارونو، لکه تهران، کرج، اصفهان، کاشان او شاوخوا سیمو بریدونه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د نن پنجشنبې د سهار (۲۱ حوت) د په پرند، کرج او کاشان په ښارونو کې د پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د کاشان اوسېدونکو ویلي چې د سهار د څلورو بجو او لسو دقیقو ترمنځ لږ تر لږه څو چاودنې شوې دي. ځینو ویلي چې د چاودنو شدت دومره قوي و چې کورونه یې ولړزول او د جنګي الوتکو غږونه هم د ښار په اسمان کې اورېدل کېدل.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، د سهار په شاوخوا څلور بجې په اراک ښار کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

همداراز راپورونه خپاره شوي چې د حسن‌آباد فشافویه صنعتي ښارګوټی او د پرند صنعتي ښارګوټی هم ویشتل شوي دي.

له بلې خوا د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سنټکام د ویډیوګانو په خپرولو سره اعلان کړی چې درنو پوځي الوتکو د ایران پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.

د اسرائیل پوځ هم ویلي چې د هغه څه پر ضد چې دوی یې «په تهران کې د ایران د رژیم بنسټونه» بولي، د بریدونو «پراخه څپه» پیل شوې ده.

په همدې حال کې په اهواز ښار کې هم د څو چاودنو د اورېدو راپورونه خپاره شوي دي. د ښار ځینو اوسېدونکو ویلي چې د سهار شاوخوا ۶:۵۰ بجې لږ تر لږه څو پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې او د جنګي الوتکو د الوتنې غږ هم د څه مودې لپاره د سیمې په اسمان کې دوام درلود.

چین د تاجکستان لپاره ۹ سرحدي تاسیسات جوړوي

چین به د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله نهه سرحدي تاسیسات جوړ کړي.

د منځنۍ اسیا د کیو این اې خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان د پارلمان نن دا موافقه تصویب کړه.

د پارلماني جریدې، صدای مردم د راپور له مخې، د دې پروژې هدف د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د تخنیکي او مادي وړتیا پیاوړې کول دي. په دې پروژه کې د داسې ودانیو جوړول شامل دي چې په عصري تجهیزاتو، څارنیزو سیستمونو، مخابراتي وسایلو او انجینري زېربناوو به سمبال وي.

په دې تاسیساتو به، چې په شاوخوا ۱۷ زره مربع متره ساحه کې جوړېږي، نژدې ۴۲۵ میلیونه چینایي یوانه لګېږي. د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې لومړي مرستیال مرادعلي رجب زاده ویلي چې دا بودیجه به د چین د حکومت له خوا په وړیا ډول ورکول کېږي.

روسیه کې د مبایل پر انټرنیټ د بندیز دوام، چارواکي یې جنایي جرمونو سره مبارزه بولي

روسیه کې د انټرنیټ بندیز
روسیه کې د انټرنیټ بندیز

کرملین وایي، په روسیه کې به د مبایل ټیلفونونو انټرنیټ تر هغو قطع وي چې د خلکو د خوندیتوب تضمین وشي.

کریملین ویلي، دوی به هغه ستونزې هم وڅیړي چې د انټرنیټ پرې کېدو کسب او کارونو ته ور پیښې کړې دي.

فرانس پریس لیکلي، په روسیه کې د مبایل ټیلفونونو د انټرنیټ پر بندیز سربیره پر وټس اپ او تلګرام چېنلونو باندې هم محدودیت وضع شوی دی او دا پر انټرنیتي اړیکو د تازه محدودیتونو له ډلې دي.

روسي چارواکي وایي، دا اقدام له جنایي جرمونو سره د مبارزې لپاره مهم دی.

روسیه هڅه کوي چې د " مکس" په نوم د ټولنیزو رسنیو د اړیکو یو نوی اپلیکیشن دود کړي، خو منتقدین وایي، روسي چارواکي په دې کار سره غواړي پر ټولنیزو شبکو خپل څار زیات کړي.

جرمني منځني ختیځ کې خپل یوشمېر ډيپلوماتان، خوندي سیمو ته لېږدولي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت

د جرمني حکومت په منځني ختیځ کې له شخړو وروسته په یوشمېر هېوادونو له هغې ډلې ایران او عراق کې خپل ډيپلوماتان له اصلي ځایونو نورو سیمو ته لېږدولي دي.

رویټرز د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي چې دغه اقدام د ګواښوونکي وضعیت په خاطر د لنډ وخت لپاره ترسره شوی دی.

سرچینې نه دي ویلي چې دغه ډيپلوماتان کومو ځایونو ته انتقال شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د سویس سفارت هم وویل چې تهران کې یې خپل سفارت د لنډ وخت لپاره بند کړی دی.

پر ایران د اسراییل او امریکا د ګډو بریدونو نن ۱۳مه ورځ ده.

د بنګله دیش کریکټ ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته کلکه ماته ورکړه

CRICKET-PAK-BAN-T20
CRICKET-PAK-BAN-T20

د بنګله دیش د کریکټ ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې ته د پنځوس اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پیاوړې ماته ورکړه.

په دغې لوبه کې، چې د داکې په سټډیوم کې ترسره شوه پاکستان بنګله دیش ته ۱۱۵ منډې هدف ورکړ، خو بنګله دیش په پنځلسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف ته ځان ورسوه.

د دغو دواړو ټیمونو ترمنځ د پنځوس اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه د جمعې په ورځ او وروستۍ هغه یې د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.

سپینه ماڼه؛ د ایران په جګړه کې د موخو له ترلاسه کیدو سره د تیلو او ګازو بیې به ښکته شي

د سپینې ماڼې ویانده وايي، " د ایران په جګړه کې د امریکا او اسراییلو د ګډو موخو په پوره کیدو سره به ډیر ژر د نړۍ په بازارونو کې د تیلو او ګازو بیې راښکته شي".

کارولین لویت چې پرون سه شنبې خبریالانو ته خبرې کولې وویل،"خلکو ته ډاډ ورکوو چې د تیلو او ګازو د بیو لوړیدل موقتي دي".

اوسمهال د نړۍ په بازارونو کې د یو بیرل تیلو بیه ۱۱۹ ډالرو ته رسیږي.

دا د ۲۰۲۲کال راهیسې لومړی ځل دی چې د تیلو بیې په دغه کچه په نړیوالو بازارونو کې لوړیږي.

د لویت په ټکو، "ولسمشر ټرمپ او د انرژۍ ټیمونه په دقیقه توګه د نړیوالو بازارونو څارنه کوي او د صنعت برخې له مدیرانو سره په اړیکه دي".

هغې وړاندې وویل، "د امریکا پوځ هڅه کوي د هرمز تنګي د بیرته خلاصیدو لارې چارې ومومي".

ایران په هرمز تنګي کې د هر ډول کښتو پر تګ راتګ بندیز لګوی دی.

له دې تنګي د نرۍ یو پر پنځه برخه تیل صادرتیږي.

بل پلو، قطر، سعودي عربستان او یو شمیر هېوادونو نړیوالو بازارونو ته د تیلو عرضه کمه کړې چې ورسره د ریکارډ په کچه د تیلو بیې لوړې شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG