د افغانستان ولسي جرګې د تیرو ورځو په څیر یوځل بیا له حکومته وغوښتل چې نوې کابینه دې ژرتر ژره ورمعرفي کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي؛ د نوې کابینې معرفي کېدو ته د دوی انتظار وروستی حد ته رسیدلی دی او حکومت باید په دې برخه کې نور ځنډ ونه کړي.
دوی وایي، د کابینې ځنډیدل د دولتي ادارو په چارو او د خصوصي سکتور او عامو خلکو په ژوند منفي اغیزې کړي دي.
د جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کي وویل؛ د کابینې نور ځڼدول د خلکو او هیواد په ګټه نه دی:
"د افغانستان د ملي یووالي د حکومت جمهور ريیس او اجرایي ريیس ته وایو چې حکومت له دې ستونزو خلاص او کابینه معرفي کړئ.
یوه لاره پاتې ده چې ټول یوځای شو او د کابینې دروازې وټکوو.
داځل پرې غږ کوو چې د قانون سره سم او پر ته له ځنډه؛ نوې کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړي.
ولسي جرګې له دې وړاندې هم ورته غوښتنې کړي او ویلي یې دي چې د کابینې ځند یوه قانوني خلا رامنځ ته کړې او ورسره ناامنۍ هم زیاتې شوي دي.
سربیره پردې ګڼو مدني ټولنو هم د دوی په غونډو کې پر حکومت تاکید کړی چې نوې کابینه دې پرته له ځنډه اعلان کړي.
تیره اوونۍ د ولسي جرګې رییس داهم ویلي وو چې د کابینې پر ژمنې وخت اوښتی او سرپرست وزیران دوی ته اعتبار نه لري.
په عین وخت کې د حکومت اجرایي ريیس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د پروان ولایت د خلکو له استازیو سره په ناسته کې وویل؛ د نوې کابینې په جوړولو بحثونه وروستي حد ته رسیدلي دي:
"د کابینې په تشکیل او د پُسټونو په ځانګړي کیدو کې په وروستیو دوه درې ورځو کې ښه پرمختګ شوی. کله چې په دې برخه کې بشپړ توافق وشو؛ کابینه به اعلان شي."
خلک وايي نن سبا د دولت په اکثرو ادارو کې نظم نه لیدل کیږي او هرې ادارې ته چې مراجعه کوي له ستونزو سره مخ کیږي.
کارپوهان هم وايي چې په دولتي ادارو کې د کارونو د ځنډیدو علت په اداروکې کې د سرپرستانو د دندو ادامه ده.
راپور: خان محمد سیند