د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

په ټولنیزو شبکو کې د پکتیکا ویر


د پکتیکا ولایت په یحی خیلو ولسوالۍ کې د هغه برېد له امله چې د والیبال په یو میدان کې وشو د ټولنیزو رسنیو فیسبوک او ټوېټرافغان کارکوونکو خپل تاثرښکاره کړې دی.

په دغه برید کې له پنځوسو زیات ملکي کسان وژل شوي او شااوخو څلویښت تنه ټپیان دي.

نن د فیسبوک او ټوېټر د ډېریو افغان کارونکو پوستونه د پکتیکا د تېرې ورځې د چادونې تر اغیزلاندې دي.

لیکوال او شاعر او د چارو شنونکی ارشاد رغاند په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکي:

″پکتیکا مې! درته مات یمه، شرمیږم.

زما په تش تسلیت ویلو، ویر فریاد او غمرازۍ به دې څه لاسنیوی وشي؟

وجداناً وایم، چې د بدې ورځې په لیدو او خپلې بې وسۍ شرمیږم.

تېرځل چې د ارګون له جومات سره دې لسګونه کسان شهیدان او زخمیان شول، درته لیکلي مې وو چې موږ به دې دفاع او ننګه کوو.

دا زما په شان د زرګونه نورو خواخوږو ژمنه دې وه، خو وروستۍ پېښې سره دې ثابته شوه، چې موږ نه یوازې تا؛ بلکې د هېواد هرې ویرځپلې سیمې ته بې وعدې، دروغجن او بې وسه ثابت شوو.″

ډاکټرفهیم توخي بیا په خپل پوسټ کې د ټپیانو لپاره د ضرورت وړ وینې په اړه په ملګرو غږ کوي.

توخي د وینې څو ګروپونه په نښه کوي او لیکي:

″د كابل په سردارمحمد داود خان روغتون كې د پكتيكا د پيښې زخميانو ته د وينې یادو ګروپونو ته ضرورت دی. كه د چا همكاري په وس پوره وي نو بې درنگه دې ور ورسي او د خلكو په ژوند ژغورلو كې دې مرسته وكړي.″

ځوان نقیب احمد عزیزي بیا په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکي:

″چې څنګه پرېوتم فیسبوک مې خلاص کړ. د پکتیکا ویرجن خبرپه مخه راغی، له کوټې بهر راووتم، ناست یم او پټه خوله احتجاج او ښېراوې مې وکړې. خو تر کومه؟ ولې؟

ایا موږ خدای همدا درې ډلې پیدا کړي یو؟

-وژونکي

-وژل کېدونکي

-ژړېدونکي

او بس؟؟؟″

ګل رحمان نیازمن بیا په خپله فیسبوک پاڼه کې د موضوع په اړه دا ټکي شریک کړي دي:

″په پکتیکا کې د شهیدانو له کورنیو سره په غم کې شریک یو، یوازې چې جسدونه په ذهن کې انځورکړم، سرمې وڅرخي پاتې لا دا چې درته مخامخ پراته وي.

تاند ځوانان، د کارخلک، د راتلوونکي امیدونه... بل وس مو نه رسیږي، د نړۍ واکدار ته سوی ژړا کوو چې ته هغه څوک په غم اخته کړې چې زما په غم د اخته کولو لپاره ستا له مقدساتو ناوړه ګټه اخلي.″

صدیق روان بیا په خپل پوست کې داسې لیکلي دي:

″لمره!!

ته خو ولاړ وې، چې د پکتیکاوالو د ژړیدو پلان جوړیدو، ته خو ولاړ وې چې والیبال کیده، ته خو ولاړ وې چې له درز سره په دوړو کې جسدونه ټوټه ټوټه کیدل نو اوس خو حال ووایه!

دا چا وکړل؟

دا یې ولې وکړل؟

دا یې له چا سره وکړل؟

ووایه نو!!

اخ !!

ته هم ګونګی شوې، ته هم حال نه وایې!

ووایه!

ووایه!

ته خو مه ډارېږه، ته خو لری یې، زیان یې نه درته رسېږي.

حال نه وایې!

ویش ویش!

دا هیله مو هم وخته، موږخو ویل ښه ده شپه به ووځي سبا سحر به لمر د دې بیچاره ګانو ګناه وښیي خو ته هم ګرم نه یې.

حال د ویلو لایق نه دی.″

دغه شان د پرونۍ پېښې يه تاثرکې سمیع الله جلال زي بیا په یوه کرښه کې داسې لیکي دي:

″الله دی د افغانستان د دښمنانو کورتباه او برباد کری.″

راټولونه او ترتیب: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG