د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

"ولسمشر او اجراییوي مشر هڅه کوي د دایمي کار یو پیاوړی سیسټم رامنځته کړي"


د جمهور ريیس حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي
د جمهور ريیس حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني او د حکومت اجراییوي ريیس عبداله عبداله هڅې تیزې کړي چې د کابینې په جوړولو سره د دایمي کار؛ یو پیاوړی سیسټم رامینځته کړي.

د جمهور ريیس حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي خبرداری ورکوي؛ ترهغې چې په حکومت کې د سیسټم جوړولو ته جدي پام ونه شي؛ د افغانستان په وضعیت کې به ښه والی رانه شي.

ښاغلي محمدي د جمعې په ورځ په کابل کی یوې خبري ناستې ته وویل؛ په هېواد کې د یوه پیاوړي سیسټم نشتوالي سبب شوی چې له وضعیتونو سره سلیقه یي چلند وشي او زیان يې خلک وزغمي.

ده وویل، جمهور ريیس اشرف غني او د حکومت اجرايي ريیس عبدالله عبدالله هڅې کوي چې په دې هکله یو رغنده اقدام وکړي:

"اساسي هدف دا دی چې اجرایي رييس له جمهورريیس سره په دې برخه کې موافق دی چې داسې یو نظام جوړ کړو چې خپل کار په خپله پرمخ بوزي او دې ته ضرورت پیښ نه شي چې نور دې ورته کار وښيي."

محمدي دا هم وویل، د دواړو ټیمونو ترمینځ د سنبلې د نهه ویشتمې موافقنامه هم په دې اړه تاکید کوي چې د ملي یووالي په حکومت باید د افرادو وړتیا ته پام وشي.

ویل کیږي چې د کابینې د ځنډیدو یوعلت هم دا دی چې دواړه لورې په دې موضوع زیات فکر کوي.

که څه هم ښاغلي محمدي داونه ویل چې کابینه به کله معرفي کیږي؛ خو تاکید یې وکړ چې په لږه موده کې په دې برخه کې پرمختګ وشي.

د جمهور ريیس حقوقي سلاکار وویل؛ جمهور ريیس تراوسه د کابینې د جوړولو په هکله په درې مسالو تاکید لري:

"جمهور ريیس په دې درې مسالو تاکید کوي.

لومړی باید ادارې کمې شي، موازي او تکراري ادارې باید د دولت له جوړښت څخه وایستل شي.

دوهم هغه څه چې د سنبلې په نهه ویشتمه د دواړو ټیمونو په موافقنامه کې راغلي؛ د لوړو مقاماتو ټاکل دې د وړتیا په اساس وشي.

درېیم دا چې د دې افرادو ګمارل باید په همدغو معیارونو واوسي. یعنې که دې مرحلې ته ونه رسیدو؛ ممکن د نظراختلاف پرځای پاتي شي."

دا په داسې حال کې ده چې جمهور ريیس اشرف غني شاوخوا دوه میاشتې مخکې د خپل کار په پیل کې له خلکو سره ژمنه کړې چې نوې کابینه به په پنځه څلویښت ورځو کې اعلانوي.

کارپوهان وايي، د کابینې ځنډیدل په دولتي ادارو کې د ستونزو سبب ګرځي.

دوی وایي د دې لپاره چې په دولتي ادارو کې کارونه ښه پرمخ لاړ او د خلکو ستونزې اوارې شوې وي؛ په کار ده چې کابینه اعلان شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG