د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز وايي، د هند او پاکستان هرډول سیالي چې په نتیجه کې یې افغانستان بې ثباته شي تر نورو ډېر پاکستان ته تاوان اړوي.
د دغه مرکز رییس عبدالغفور لیوال له ازادۍ راډیو سره په خبروکې وویل، پرویز مشرف په خپله د نیابتي جګړې موسس دی خو پاکستان اوس دا توان نه لري چې له هند سره په نیابتي جګړه کې افغانستان بې ثباته کړي.
د پاکستان مخکینی ولسمشر پرویز مشرف چې اوس نظربند دی فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د بهرنیو پوځیانو تروتلو وروسته په افغانستان کې امنیتي تشه رامنځته کیږي.
د افغانستان جمهوري ریاست د مشرف د وروستیو څرګندونو په اړه نظر ورنه کړ.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز وايي، په دغه هېواد کې د هند او پاکستان د هرډول سیالۍ په نتیجه کې چې بې ثباتي رامنځته شي ترټولو ډېر تاوان به پاکستان ته واړوي.
د دغه مرکز رییس عبدالغفور لیوال د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، پرویزمشرف چې په افغانستان کې یې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې خبرداری ورکړی په خپله د دې جګړې موسس دی.
ښاغلی لیوال وايي، که څه هم د ده دا نظر د پاکستان د پوځي حکومت دریځ ښکاره کوي خو د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره به دا ځل هرډول هڅه په خپله پاکستان زیانمن او ان تر تجزیې ورسوي:
″دغه نیابتي جګړه اساساً د پرویز مشرف په وخت کې شروع شوه.
دغه اوسنی وخت د پرویز مشرف د واکمنۍ له زمانې سره دومره توپیر لري چې که هرډول سیالي په افغانستان کې ډېره شي او افغانستان بې ثباته کړي تر افغانستان یې پاکستان ته زیان ډېر دی.
د افغانستان بې ثباتي دا ځل پاکستان د ویش او تجزیې تر بریده بوولای شي.
دا نظر زه فکر کوم د پاکستان د پوځي حکومت رسمي دریځ ښکاره کوي دا د ده شخصي نظر نه دی.″
ښاغلی لیوال وايي، د دغو وړاندوینو د مخنیوي لپاره لازمه ده چې د پاکستان ملکي حکومت او مدني ټولنې عاقلانه دریځ غوره کړې او افغان حکومت هم د پاکستان او هند هغومره نفوذ ته اجازه ورنه کړي چې د یو بل په وړاندې حساس شي.
لیوال وویل، که هند وغواړي د افغانستان په ملاتړله یوې خوا او په خپله د کشمیرله لارې له بلې خوا پرپاکستان جدي فشار وارد کړي پاکستان به د دې توان پیدا نه کړي چې د یوه هېواد په توګه متحد پاتې شي.
پرویز مشرف چې اوس وخت په نظربند کې دی انديښنه څرګنده کړې چې هند غواړي یو پاکستان ـ ضد حکومت په افغانستان کې رامنځته کړي.
مشرف له فرانس پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي په افغانستان کې د هند نفوذ د پاکستان او ټولې سیمې لپاره ګواښوونکی دی:
″د پاکستان لپاره خطر یو بل عنصر دی او هغه په افغانستان کې د هند نفوذ دی.
دا نفوذ نو اوس د ټولې سیمې او پاکستان لپاره یو بل خطر دی. د دې لپاره چې هلته د هند نفوذ او شمولیت د پاکستان ضد عوامل لري.
هغوی غواړي چې د پاکستان – ضد افغانستان رامنځته کړي.″
پرویزمشرف په دې مرکه کې ویلي، له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تروتلو وروسته دې هند او پاکستان د رامنځته کیدونکې امنیتي تشې د ډکولو په سر سیالي نه کوي؛ که نه نو حالات به ډېر خراب شي.
د افغانستان په جمهوري ریاست کې چارواکو د پرویزمشرف د دغو څرګندونو په اړه څه ونه ویل.
افغان کارپوهان وايي، د پرویزمشرف په څېراشخاص غواړي په دغو څرګندونو سره د خپل پوځ او حکومت مغرضانې غوښتنې او اهداف پیاده کړي او له دې لارې د افغانانو ترمنځ اختلافونو ته لمن ووهي.
راپور: صفي الله ستانکزی