د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د متحده عربي اماراتو حکومت د هغه اقدام هرکلی کړی، چې د حقاني شبکه یې ترهګرې ډلې اعلان کړې.
د دې وزارت مرستیال داعي الحق عابد ازادۍ راډیوته وویل، د امارتو دغه نیک اقدام به د افغانستان له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.
په عین حال کې د سیاسي چارو افغان کارپوهان هم د اماراتو دې هڅې ته په نیک نظرګوري او وايي، داسې پریکړې به حقاني شبکه په معنوي او مادي لحاظ کمزوري کړي.
وروسته له هغې چې د عربي متحده اماراتو کابینې د حقاني شبکې په ګډون درې اتیا اسلامي سخت دریځې ډلې ترهګرې اعلان کړې، افغان حکومت د اماراتو د دې اقدام هرکلی وکړ.
د افغانستان د حج اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد د سې شنبې ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبروکې هیله څرګنده کړه چې د اماراتو دغه وروستۍ پریکړه به د افغانستان له سولې سره مرسته وکړي:
″هرهغه اقدام چې په نتیجه کې یې افغانستان ته سوله راتلای شي، موږ ورنه هرکلی کوو په ځانګړې توګه دغه نوی اقدام چې شوی هیله من یو چې په پایله کې افغانستان ته سوله او ثبات راشي، موږ دغه یو مثبت او پرځای اقدام ګڼو.″
څو ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو کابینې د حقاني شبکې په ګډون ۸۳ اسلامي وسله والې ډلې ترهګرې اعلان کړې.
عربي ژبې ورځپانې خلیج ټایمزلیکلي، په دې ډله کې د حقاني شبکه، داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان د ترکستان اسلامي ډله، اخوان المسلمین، د یمن حوثي ډله، په قطرکې د نړېوالو علماوو ټولنه، چې شیخ یوسف القرضاوي یې مشري کوي شاملې دي.
خو دا چې د اماراتوحکومت به دې ډلو پر وړاندې څه ډول اقدامات ترسره کوي، په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي.
د سیاسي چارو افغان کارپوهان د متحده عربي امارتو د حکومت دې اقدام ته په نیک نظر ګوري او وايي، چې په دې سره به حقاني شبکه په مادي او معنوي لحاظ کمزورې شي.
د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وایي، که عربي هېوادونه پراسلامپاله سخت دریځو ډلو بندیزونه ولګوي، دا د دې ډلو فعالیتونه متاثره کوي.
په ځانګړي توګه اسلامي ډلوته چې عربي او اسلامي هېوادونه خنډونه جوړوي، دوی ته په طبیعي ډول په مالي او معنوي لحاظ زیان اړولی شي له یو پلوه یې د خواخوږي کچه ورته راټیتیږي او له بل لوري که په کومو سیمو کې چې مالي مرسته کوونکي ولري هغه ورباندې بندیږي.
تل داسې انتقادونه موجود و، چې حقاني شبکې ته مالي مرستې له عربي هېوادونو نه راځي او داسې هم ویل کېدل چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي په ازاد ډول دې هېواد ته سفرونه کوي.
کله چې په کابل کې د طالبانوحکومت و، متحده عربي امارتو د طالبانو حکومت په رسیمت پيژندلی و او دوستانه اړیکې ورسره درلودې.
له دې سربیره څه موده وړاندې د اسلامي نړۍ ترټولې لویې دارلافتی، چې مرکزیې په سعودي کې دی، پریکړه کړې، چې د افغانستان د جګړې په اړه به فتوی ورکوي او دا جګړه به ناروا ګڼي.
راپور: رحمت الله افغان