افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې مياشت په ١٤مه نېټه په يو دوه ورځني سفر د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته سفر وکړ.
نوموړي په دې سفر کې د پاکستان پر ولسشمر او صدراعظم سربېره؛ د دې هېواد له ګڼ شمېر نورو سياسي او پوځي مقاماتو سره وکتل او په دوه اړخيزو اړيکيو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې په پراختيا او په يو شمېر نورو موضوعاتو يې خبرې وکړې.
په افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي د حکومت تر رامنځته کېدا وروسته پاکستان ته دا د ولسمشر غني لومړى سفر و.
ولشمر غني دا سفر په داسې حال کې کړى چې تر ده مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پاکستان ته تر شلو زيات سفرونه کړي وو او په دوه اړخيزو همکاريو يې خبرې کړې.
خو د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي د اشرف غني سفر د حامد کرزي د سفرونو په پرتله؛ متفاوت بولي.
د پاکستان د سياسي او سيمه چارو څارونکي او پخواني ډيپلوماټ اياز وزير له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:
"اشرف غني صيب د خلکو په ووټونو باندې صدر شوى دى؛ دى لا راغلى نه و چې زموږ مشران کابل ته ورغلل چې اشرف غني تسلي په دې وکړي چې پاکستان د پرمختګ ملګرتيا Serious (جدي) شوق لري او افغانستان سره خپلې معاملې ښه کول غواړي.
د هغه په دې کې يو دا فرق هم دى چې اشرف غني صيب کله نه اليکشن Contest کوو؛ نو داسې بيان دې طرفه نه دى راغلى چې سخت وي. هميشه يې دا خبره کړې، چې پاکستان سره موږ روابط ښه کول غواړو؛ نو په دې وجه ځکه چې افغانسان کې يو سوېل حکومت راغلى او پاکستان کې هم سويل حکومت؛ نو دواړه غواړي چې خپل تعلقات ښه کړي؛ ځکه د دې راتګ مهم هم دى او کرزي صيب نه مختلف هم دى."
په داسې حال کې چې تېرو وختونو کې افغان چارواکو په وار وار پر پاکستان نيوکې کړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې مخلصه نه دي؛ افغان ولسمشر وويل چې دواړه هيوادونه بايد د راتلونکې په اړه فکر وکړي او زياته يې کړه:
"موږ به د خپلې ماضي له وجې خپل راتلونکی تباه کولو ته پرينږدو ځکه؛ خو موږ د امنیت په اړه کوټلې خبرې پيل کړې. خپلې پاليسۍ بايد داسې جوړې کړو چې پر یو بل مو باور پیدا شي."
اياز وزير هم په دې باور دى چې که چيرې دواړه هېوادونو د ترورېزم ضد مبارزې ته ژمن پاتې شي او خپله خاوره د يو بل پر ضد کارولو ته پرېنږدي؛ نو بيا هر څه سمېداى شي:
" د اشرف غني صيب د راتګ نه دا امکان شته چې د دواړو هېوادونو مشران په دې راضي شي؛ په دې اتفاق وکړي چې د ترهګرو ملګرتيا به نه کوو. ترهګر چې هر چېرته وي، هغه ترهګر دى. نو که پاکستان هم دا غواړي او افغانستان هم دا غږ وکړي؛ نو بيا خو معامله تقريباً خلاصه ده؛ نور څه پاتې دي؟
چې ترهګر د يو هېواد نه بل ته نقصان دپاره نه ځي؛ نو بيا خو نور نقصان شته نه؛ نور خو وړې وړې خبرې دي، هغه خو سمېدى شي. "
د اياز وزير په وينا، داسې برېښي، چې د دواړوړ هېوادونو چارواکي په دې پوهېدلي؛ چې اوس وخت رارسېدلى چې په سيمه کې امنيت خوندي کړاى شي دواړه هېوادونه د اقتصادي ودې او ګډو موخو ته د رسېدو لپاره سره لاسونه ورکړي.
راپور: ذبيح شفق