د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۹

پاکستانيو جنګي الوتکو په شمالي وزيرستان کې ٣٠ وسله وال وژلي

د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د دې هېواد هوايي ځواک د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې يې د وسله والو پر مرکزونو او پټنځايونو تازه هواي بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې دوى ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

د شمالي وزيرستان د ځايي امنيتي چارواکيو په وينا؛ د پاکستان جنګي جټ الوتکو د جمعې په ورځ افغان پولې ته نزدې د شمالي وزيرستان په دتاخېلو کې د مېېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې لږه تر لږه ٣٠ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

دوى همداراز وايي چې په دغو بريدونو کې يې د وسله والو ډېرى مرکزونه هم له منځۀ وړي دي.

د سيمې يوې باخبرې سرچينې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې پاکستانيو الوتکو د جمعې په ورځ سهار په دتاخېلو کې درنه بمباري کړې؛ خو په سيمه کې د مخابراتي شبکو د اسانتياوو د نشتوالي له امله په کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه شي ترلاسه کېداى.

ناتاييد شوي راپورونه وايي چې په دغو بريدونو کې ځينې بهرني وسله وال هم وژل شوي دي؛ خو د هويت په اړه يې لا کره معلومات نه دي ترلاسه شي.

پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون په ١٥مه نېټه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضذ پراخ پوځي عمليات پيل کړي.

دا عمليات تر هغې وروسته پيل شول چې د پاکستانيو طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې اترې بې نتيجې پاى ته ورسېدلې او طالبانو د کراچۍ پر هوايي ډګر د بريد مسووليت ومانه چې په نتيجه کې د امنيتي ځواکونو په ګډون٣٠ کسان وژل شوي وو.

که څه هم پاکستاني ځواکونه ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې دمه ١٢٠٠ وسله وال وژلي؛ خو خپلواکو او ځايي سرچينو د دوى د دې ادعا پخلى نه دى کړى؛ ځکه چې دوى سيمې ته د خبريالان نه ورپرېږدي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر څارونکي هم د پوځ ادعاوو ته په اشاره وايي چې د دوى د عملياتو برياليتوب به هغه مهال څرګند شي چې د شمالي وزيرستان بې کوره شوي خلک بېرته خپلو سيمو ته ستانه شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG