د افغان ولسمشراقتصادي سلاکار وايي چې د پاکستان په لاهور ښارکې سوداګروپه افغانستان کې پانګې اچونې ته لوالتیا ښودلې ده.
حضرت عمر زاخیل وال نن په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره به په نږدې راتلونکي کې د پاکستاني سوداګرو یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.
خو یو شمېرد اقتصادي چارو کارپوهان په اقتصادي برخه کې د پاکستاني چارواکو همکاریو ته خوشبینه نه دي او وايي چې پاکستان ترډيره په افغانستان کې خپلو سیاسي ګټو ته ترجیع ورکوي.
د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني اقتصادي سلاکار ډاکټرعمر زاخیل وال وايي چې پاکستان په سفرکې له بېلابېلو پاکستاني سوداګرو سره خبرې اترې کړې دي.
نوموړي د جمعې په ورځ خبریالانوته وویل چې پاکستان سوداګرو لیوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې به پانګونه زیاته وکړي.
ښاغلي زاخیل وال وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستاني سوداګرو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي:
″لاهور چې د پاکستان یو صنعتي مرکز دی او ولسمشر غني هم ویلي وو چې باید د لاهور پانګوالو ته بلنه ورکړل شي ترڅو چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره علاقه مندي را جلب شي، لکه څنګه چې موږ ورسره خبرې وکړې فوق العاده يې علاقه مندي زیاته وه، په را تلونکي کې به د شهبازشریف په مشرۍ باندې د پانګوالو یو لوی هییت به افغانستان راشي او په ځانګړو مواردو به خبرې وشي.″
نوموړي هیله وښوده چې افغانستان ته د پاکستاني پانګوالو په راتګ سره به په سوداګریزو برخوکې د پام وړپرمختګونه وشي.
ښاغلي زاخیل وال وویل چې پاکستان ته په سفرکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د پاکستان د ماليې له وزیر محمد اسحاق دار سره کتلي او په دې ليدنه کې دواړه هېوادونه پردې سلا شوي، چې د اقتصاد او سوداګرۍ د ودې په لړ کې بايد دواړه هېوادونه له يو بل سره همکاري لا زياته و پراخه کړي.
ښاغلي زاخیل وال ویلي چې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا، د افغان سوداګرو لپاره د صادراتو په برخه کې د ستونزو هوارولو، په ټرانزیټ کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د یو شمېرګډو سترو سیمه يیزو پروژو په باب خبرې اترې کړي.
خو د اقتصادي چارو یو شمېرکار پوهان بیا وايي چې پاکستان په افغانستان کې یوازې خپلو سیاسي ګټو ته ترجیع ورکوي او دا ډول ژمنې به ګټورې نه وي.
د اقتصادي چاروکارپوه سیف الدین سیحون په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل:
″ترهغه وخته چې پاکستان، لید لوری د افغانستان په اړه امنیتي او نظامي وي، اقتصادي او تجارتي مناسبات به يې تر سیوري لاندې وي نو د دې هییت راتګ به هم ګټور نه وي.″
د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو او اقتصادي چارواکو ترمنځ ډېرځله په شته ستونزو خبرې شوې خو دغو ستونزو ته لاهم د هواري لار نه ده موندل شوي.
افغان چارواکي تر ډېره دغه پړه په خپلو پاکستاني سیالانو اچوي او وايي چې ګاوندي هېواد د شته ستونزو د هواري په برخه کې په خپلو ژمنو کې عمل نه کوي.
راپور: ناجیه ساپۍ