د امريکا له خوا افغانستان او پاکستان ته د ځانګړي استازي پخوانی سلاکار، بارنيټ روبين چې ليکوال هم دی، تل د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پرسولې ټينګارکړی دی.
له بارنيټ روبن سره ازادۍ راډيوځانګړې مرکه کړې ده او په سرکې روبن دې پوښتنې ته ځواب وايي چې:
پوښتنه:
د افغانستان په هکله امريکا او چين په کومو برخوکې يوځای فعاليتونه کولای شي؟
اوس مهال امريکا او چين کولای شي طالبان د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې د شرايطو سره سم د سولې په خبرو کې شامل کړي.
زما په فکرکه دوی په دې باور وي چې افغانستان دي ثبات ولري که د هغه ثبات يوه برخه د سياسي جوړجاړي له لارې هم وي، لږترلږه دوی په دې هېواد کې د خپلو شرکتونو له لارې پانګونې کولای شي.
امريکا او چين د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د موافقې د تطبيق لپاره بايد اساسي جوړښتونه ودان کړي او افغانستان او پاکستان د سيمې له نورو برخو، او لومړی له منځنۍ اسيا سره وصل کړي.″
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکرات په ټپه ولاړ دي، ښاغلی روبن وايي:
دا څرګنده ده چې د ولسمشراشرف غني د لوړې له مراسمو راهيسي د سولې د هيڅ ډول رسمي بهير په اړه اعلان نه دی شوی.
خو يوه مهمه خبره دا ده چې يو څو اوونۍ مخکې د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار سرتاج عزيز او ولسمشرغني ترمنځ دوه اړخيزه غونډه وشوه.
زما په فکر د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سولې په اړه همکاري په لوړه کچه وي او زما په فکر د سولې موضوع د دوی د اجندا په لومړيتوبونو کې ده. موږ به ډېرژريوڅه مثبت ګامونه ووينو.
ښاغلي روبين په خپلو وروستیو لیکنو کې د سولې د خبرو لپاره کابل او واشنګټن ته يوه کړنلاره پېشنهاد کړې ده.
موږله ده پوښتنه وکړه چې د دې کړنلارې مهم ټکي له موږ سره شريک کړي.
امريکا هرهغه څه وکړل چې طالبانو له دې مخکې چې له افغان حکومت سره مذاکرات پيل کړي، وغوښتل.
په دې غوښتنو کې د ګوانتانامو څخه د بنديانو خوشې کول، له افغانستانه د خپلوځواکونو د ايستلو لپاره يوه نېټه ټاکل او د طالبانو پر وړاندې هغه بنديزونه ايسته کول چې پر القاعده لګول شوي، شامل دي.
افغان حکومت به د اعتماد د چاپېريال جوړولو هڅې کوي خو امريکا بايد دا ضمانت ورکړي چې د تروريزم پرضد مبارزه به دغه مذاکرات نه ګډوډوي او د مذاکراتو د بهير پرمهال به خلک نه نيسي. په تېرو وختونو کې د داسې پېښو مثالونه شته.
افغانستان به هروخت دا ضمانت ورکوي چې که پاکستان افغان طالبان د سولې مذاکراتو ته راولي، افغانستان به د خاورې له پخوانيو ادعاوو څخه لاس اخلي.
زه فکرنه کوم چې افغانستان به په نيږدې راتلونکي کې د ډيورنډ کرښې منلو ته تيار وي.
خو زه فکرکوم افغانستان دې ژمنې ته تیاردی چې د پاکستان د خاورې او ملي يووالي پرضد به هيڅ ډول فعاليتونه نه کوي.
نو په داسې حال کې د ډيورنډ د کرښې په رسيمت منلو خبره نه ده مطرح او په راتلونکي کې به دا سيمه د کړکېچ د سيمې پر ځای د همکارۍ د سيمې په توګه کاريږي.
بارنيټ روبين د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د بهيربرخه اوسېدلی دی.
په دې هکله چې د سولې هڅې ولې نشوې بريالۍ، ښاغلی روبن وايي:
″امريکا او د افغانستان حکومت پردې موافقې ته نه وه رسېدلي چې د سولې په بهيرکې به د پاکستان څه رول وي او د طالبانو له خوا به څوک په دې مذاکراتو کې برخه اخلي.
دا دواړې ډېرې لانجمنې مسئلې دي. زه هيله من یم چې د افغانستان حکومت به يوه روښانه او ممکنه ستراتيژۍ جوړه کړي چې امريکا به يې هم په خوښۍ سره ملاتړ وکړي.″
په دې اړه چې ايا داسې احتمال شته چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت له ماتې سره مخامخ شي، ښاغلی روبين وايي:
″دا په داسې وخت کې امکان لري چې د ملي وحدت د حکومت يوه برخه غير مسئولانه چلند وکړي.
زما په فکر که موږ د افغانستان اوسنی حکومت له تېرو ديارلسو کلونو سره مقايسه کړو، له اداري فساد، خراب امنيتي حالت او نورو کمزوريو سره-سره، دغه هيواد ډېر پرمختګ کړی دی.
د وروستيو نظر پوښتنو له مخې، ولسمشر غني په لوړه کچه د خلکو ملاتړ لري او خلک غواړي حکومت يې فعاله اوسي.
داسې سيناريو هم رامنځته کېدای شي چې که د ملي يووالي حکومت د تشدد له لارې له منځه ولاړ شي، امريکا به دې ته اړ شي چې خپلې مالي مرستې له افغانستان سره قطع کړي.
خو که داسې کار وشي، هر لورې که د ملي يووالي په حکومت کې وېش رامنځته کړ، هغه به هيڅ ګټه ونه کړي.