افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند موافقه وکړه چې د ( ټاپي) د ګازو د پایپ لاین د تیریدو لپاره یوه کمپنۍ جوړه کړي، څو پردغه پایپ لاین چې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږد دی کار وکړي.
اسیا پراختیایي بانک پرون یو بیان خپورکړ چې په کې د ټاپي د ګازو د پروژې د یوه مسوول په وینا ویل شوې دي چې څلور سره هیوادونه به په دې پروژه کې مساوي برخه لري.
د اسیا د پراختیایي بانک د مرکزي او لویدیځې اسیا د برخې مسوول کلاوس ګیرهاوسر وویل، دا یومهم ګام دی چې د ټاپي د پایپ لاین د تیریدو لپاره واخیستل شو.
ټاکل شوې ده چې د ټاپي پایپ لاین ۳۳ بیلیونه مترمکعب طبیعي ګاز هرکال له ترکمنستانه، افغانستان ته او بیا هند او پاکستان ته انتقال کړي.