د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو خونه وايي چې د لسګونو افغان سوداګروڅخه جوړ یوپلاوی به هم له ولسمشرمحمد اشرف غني سره د پاکستان په سفرکې ملګرتیا وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو د خونې مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې په دغه پلاوي کې شااوخوا څلویښت تنه سوداګرشامل دي او ټاکل شوې چې د مهمو سوداګریزو مسایلو پر سر له خپلو پاکستاني سیالانو سره خبرې وکړي :
″په دې سفرکې به د تقریباً د څلوېښتو په شمېرکې سوداګرهم د ولسمشرملتیا کوي، په دغه سفرکې به د افغان سوداګرو ستونزې او د پاکستاني پانګوالو د پانګونې په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وشي.″
د یادونې ده چې ولسمشرمحمد اشرف غني او ملګری پلاوی به یې د جمعې په ورځ د ګاونډي هېواد پاکستان په رسمي بلنه نوموړي هېواد ته سفر کوي.
تردې د مخه چین ته د ولسمشرپه لومړي سفرکې هم یوشمېر افغان سوداګرو او پانګوالو د ولسمشرملګرتیا کړې وه.
په اقتصادي او د سوداګرۍ په برخه کې یو شمېرافغان کارپوهان د ولسمشرمحمد اشرف غني او د ورسره ملګرو سوداګرو او پانګوالو دغه سفرته ترډېره خوشبیه دي او دغه سفرد افغانستان او پاکستان د اقتصادي همکاریو په برخه کې د یو نوي فصل پیل ګڼي.
افغان اقتصادي کارپوه حمیدالله فاروقي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې شته ستونزو ته په دغه سفر کې حل لارې ولټول شي:
″سره له دې چې د تجارت او ترانزیت یوه تفاهم نامه لاسلیک شوې خو د پاکستان یو څو مشخصې کړۍ په دې برخه کې همکاري نه کوي، او دغه ستونزې لا هم په دغه برخه کې موجودې دي ،باید ورته حل لارې ولټول شي.
په عین حال کې په افغانستان کې د پاکستاني پانګوالو موضوع او دغه شان د انرژي، د اوبو او د افغانستان د معدنیاتو په اړه باید خبرې وشي.″
د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو او اقتصادي چارواکو ترمنځ ډېر ځله په شته ستونزو خبرې شوې او ان هوکړه لایکونه هم لاسلیک شوي خو دغو ستونزو ته لا هم د هواري لار نه ده موندل شوي.
افغان چارواکي ترډېره دغه پړه په خپلو پاکستاني سیالانو اچوي او وايي چې ګاوندی هیواد د شته ستونزو د هواري په برخه کې په خپلو ژمنو کې صادق نه دی.
دا چې پاکستان ته به د افغان سوداګرو دا سفر موجوده ستونزې تر کومه هوارې کړي، دا به وروسته معلومه شي.
راپور : اجمل تورمان