د پښتونخوا ګوند مشرانو په بلوچستان پوهنتون کې د تعليم په اړه يوې غونډې ته ويلي، چې پاکستان يو ملت نه، يو فډراسيون دى او که څوک نوى پاکستان غواړي، نوى اساسي قانون به يې جوړېږي، چې په کې مېشتو ملتونو ته به قومي ايالتونه او په خپلو ژبو د تعليم حق ورکول کېږي.
دوى ويلي، چې پاکستان اوس هم د افغانستان په شمول په څنګ لورو هېوادونو کې لاسوهنه کوي، نړۍ يې بايد مخنيوى وکړي.
د پښتونخوا ګوند د زده کوونکيو سازمان (پي ايس او) هغو پښتنو محصلينو ته د هرکلي غونډه جوړه کړې وه، چې سږکال په بلوچستان پوهنتون کې شامل شوي دي.
په غونډه کې سلګونو ځوانانو او پېغلو ګډون کړى وو. د محصلينو د سازمان مشرسيف الله وويل، چې پښتانه ځوانان له تعليم سره مينه لري، خو په بېلابېلو دسيسو دوى له زده کړو لرې ساتل کېږي:
"زموږ ښوونځي، کالجونه او پوهنتونونه نړوي، زموږ بچي يې په ښوونځيو کې شهيدان کړي دي، خلک اوس هم غواړي، چي د پښتانه قام بچي تل تر تله غلامان وي، تل دي د نورو لپاره پراټې پخوي او د نورو ګوټونه دي پالشوي او له علمه دي لرې وي."
د بلوچستان د اطلاعاتو ايالتي وزيرعبدالرحيم زيارتوال وويل، نور به څوک د پوځ او استخباراتو په مرسته پارلمان ته لاړنه شي او نه به د ولسونو له ژونده سره لوبې وکړي.
زيارتوال وويل، نوربه هغه ډلې پرې نه ږدو، چې د نورو استعماري تګ لارې د پښتنو په خاوره کې عملي کړي او دا خاوره له بربادۍ سره مخامخ کړي:
"نن هم زموږ د علم په لاره کې خنډونه دي، زموږ غوښتنه دا ده، چي خور به په غوجل کې نه وي، ورور به په روزانه او مزدوري کې نه وي، په عزتمنه توګه به زموږ خويندو، ميندو او وروڼو ته د علم ټولې دروازې خلاصې وي، که موږ اخلاص وکړو او خپل مرام په ولوله سره ټينګ کړو، هغه سړى به په پښتني ټولنه کې جرئت ونه کړي، چي د علم په لاره کې خنډ وي."
د بلوچستان د پوهنې د وزارت د سروې له مخې په بلوچستان کې شاوخوا دوه نيم ميليونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او يواځې ١.٣ ميليونه ماشومان زدکړې کوي، چې هغوى ته حکومت له لومړي تر لسم ټولګي وړيا زدکړې ورکوي.
د پښتونخوا ګوند ايالتي مشرعثمان خان کاکړ وويل، ماشومانو ته يواځې کتابونه، بايد ټولې تعليمي اسانتياوې برابرې شي:
"دا درواغ دي چې د پاکستان د مرکز واکمن يې وايي، چې موږ هر بچي ته ترلسمه وړيا تعليم ورکوو، کتاب ورکول مفت تعليم نه دى، مفت تعليم څه ته وايي، هاسټل [ليليه] به ورکوې، ډوډۍ به ورکوې، کتاب به ورکوې، د تګ راتګ بسونه به وړيا ورکوې، له لومړي ټولګي تر پوهنتونه به دا ټولې اسانتياوې ورکوې. موږ د دې ضمانت کوو، نړۍ دي دوه- درې سوه ميليارده روپۍ مرسته وکړي، له موږه دي د دغو ستونځو د حل نتيجه وغواړي."
د بلوچستان ايالتي وزيرنواب ايازخان جوګيزي وويل، په تېرې ايالتي حکومتونو کې پراخ اداري فساد او رشوتونو د خلکو ژوند له بربادۍ سره مخامخ کړى دى، وايي د دې ايالت خلک شاوخوا اتيا فيصده عوايد اوس هم له مالدارۍ او کرهنې تر لاسه کوي، خو د وچکالۍ له امله خلکو کډې کړي او ځوانان يې د بېروزګارۍ له امله د وسلوالو ملګري شوي دي:
"زموږ په ټول وطن کې مالداري يا کرهنه ده، هغه له داسې حالت سره مخامخ دي، چي کروندګر ونې رېبي، کاږي يې، بلې خواته د انسانانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي، د ژوند اړتياوې زياتېږي، ګراني له اسمان سره خبرې کوي، نو زموږ دغه نوى نسل ماشومان چي را لويېږي، له دوى به څه جوړېږي؟ طالبان به ځنې جوړېږي، داعش به جوړېږي، قاتلان، ډاکوګان او نشه ييان به ځنې جوړېږي."
د پښتونخوا ګوند ايالتي مشرعثمان خان کاکړ وايي، پاکستان يو ملت نه، يو فدراسيون دى، وايي که څوک نوى پاکستان غواړي، اساسي قانون به يې له سره جوړېږي، چې له مخې به يې بهرنۍ پاليسي د پارلمان او مشرانو جرګې په واک کې وي او قومونه بر پرخپلو وسايلو واکمن وي:
"پاکستان يو فيډرېشن دى، يو قوم يې موږ نه منو، پاکستان پښتون، بلوڅ، سيندى، سرايکى او پنجابى دى، نوى پاکستان به يو استعماري مملکت نه وي، د خير- ښېګړې يو مملکت به وي، قومونه به برابر وي، د نوي پاکستان مانا دا ده، چي نوى آيين [اساسي قانون] به جوړېږي، نوى اجتماعي قرارداد به کېږي، چي په هغه کې به پښتو، بلوڅي، سيندي، سرايکي او پنجابي د اساسي قانون برخه وي، زموږ قومي وحدت افغانيه، پښتونخوا يا پښتونستان به د اساسي قانون برخه وي، زموږ پر وسايلو به پينځوس فيصده نه، سل فيصده به زموږ واک وي."
عثمان کاکړادعا وکړه، چې پاکستان اوس هم ترهګرۍ ته وده ورکوي، وايي نړېوال بايد پاکستان ترخپلې څارنې لاندې ونيسي او دې ته يې اړ کړي، چې په بشپړه توګه ترهګري وځپي او د ترهګرو له سره به لاس اخلي:
"د لاهور واکمنې طبقې او د دې ملک استخباراتي ادارې په ټولو څنګلوريو هېوادونو کې لاسوهنه کوي، د دوى د لاسوهنې سزا دلته موږ پښتنو ته راکول کېږي، موږ په ښکاره وايو چي دوى په افغانستان کې ډېره ښکاره لاسوهنه روانه کړې ده.
نن يې ډېره لويه تياري روانه کړې ده، په شمالي وزيرستان کې عمليات د دې لپاره کېږي، چي بد ترهګري وځپي او ښه ترهګري وساتي، سيمه ورته خلاسه کړي، د دوى مرستې ورسره وي او تر ديسمبر وروسته په بشپړ ډول پرافغانستان حملې پيل کړي، خو دا اوس هغه پخوانى وخت او پخوانى افغانستان نه دى."
ټاکل شوې ده، چې د را روان ٢٠١٥م کال په لومړيو مياشتو کې په پاکستان کې سرشمېرنه وشي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ١٩٩٨م کال له سرشمېرنې بايکاټ اعلان کړى وو، ځکه چي وايي پښتانه په بلوچستان کې له بلوڅانو سره نيم په نيمه دي، خو په هغه سرشمېرنه کې لږ ښوول شوي وو.
د پښتونخوا ګوند مشرانو وويل، چې راتلونکې سرشمېرنه که د ملګرو ملتونو ترنظارت لاندې وي او که د پاکستان د خپلو ادارو تر نظارت لاندې، خو چې په روښانه او شفاف ډول وشي، دوى يې منلو ته تيار دي.
رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه