د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

"د روسیې له ولسمشره له افغانستان سره د مرستې لپاره مننه کوو"


افغان حکومت د روسیې له هغه وړاندیز څخه هرکلی وکړ چې وايي؛ تر ۲۰۱۴ کال وروسته به له دغه هیواد سره مرسته وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج د شنبې په ورځ له آزادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې افغانستان له ګاونډیو هیوادونو او ټولې نړۍ سره د ښو او نیکو اړیکو غوښتونکی دی او که روسیه غواړي چې په امنیتي او یا اقتصادي برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي؛ نو افغانستان ته د منلو وړ دي:

"موږ له هر هغه هېواد نه چې وغواړي له افغانستان سره همکاری ولري؛ د هغې هرکلی کوو او د روسیې د ولسمشر نه هم له افغانستان سره د مرستې لپاره مننه کوو.

له ټولو هیوادونو سره زموږ بهرنی سیاست ښکاره دی؛ موږ د نړۍ له ټولو هیوادونو سره نیکې او حسنه اړیکې غواړو."

د یادونې ده چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوټین د تیرې پنج شنبې په ورځ د مسکو د ټولنیز امنیت د تړون د سازمان د غړو هیوادونو په غوڼده کې ویلي؛ روسیه تیاره ده چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په سختو شرایطو کې له افغانستان سره مرسته وکړي او افغانان باید د روسیې په مرستو حساب وکړي.

په دغه غوڼډه کې د روسیې ولسمشر تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته چې کله بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي؛ په دغه هېواد کې د سختو شرایطو د رامنځته کیدو اټکل هم کړی دی او ویلي چې هغه مهال به افغانستان له سختو شرایطو سره مخ وي؛ خو پوټین ټینګار کړی چې د اړتیا په وخت کې موږ تیار یو چې خپلو افغان ملګرو ته اوږه ورکړو څو په دغه هېواد کې ثبات راشي.

که څه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین پخوا هم ورته څرګندونې کړې وې؛ خو د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني په دې باور دی چې روسیه لېواله ده چې په افغانستان کې خپلې پخواني پروژې ورغوي او له امنیتي ځواکونو سره یې د سابقې په پام کې نیولو سره هیله ده چې بیایې مرستې راجلب شي:

"دوی ته دا اهمیت لري چې تروریستان د منځنۍ اسیا یا قزاق مخالفین وي یا د چیچین، داغستان یا قفقازیان دي او القاعدې سره تړاو لري؛ مسکو ته ګواښ دي، هلته کله نا کله انتحار او انفجار کیږي؛ د دوی امنیت تهدیدوي، نو دوی علاقمندي ښيي چې له افغانستان سره نږدې اړیکې ولري او په سرحدي ساحو کې همکاري وکړي."

ډیر شمېر خلک په دې باور دي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې د ۳۴ هیوادونو حضور دا په ډاګه کړه چې افغانستان بهرنیو مرستو ته سخته اړتیا لري او په کار ده چې د نړیوال تر دې ورسته هم افغانستان یواځې پرې نږدي او لکه د تېر په شان خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG