د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

ولسمشر غني: د کابینې په جوړولو کې د بېړې پرځای باید له دقته کار واخیستل شي


په داسې حال کې چې د نوې کابینې د اعلان مهلت ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي؛ ولسمشر محمداشرف غني وايي چې په دې برخه کې باید له بېړې کار وانه خیستل شي.

ښاغلي غني د ولسمشر په توګه د لوړې په ورځ ژمنه کړې وه چې نوې کابینه به په یوه نیمه میاشت کې اعلان کړي. ولسمشر همداراز ډاډ ورکړی و چې نوې کابینه به مسلکي وي.

خو افغان ولسمشر پرون د ارګ په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته په څرګندونو کې وویل؛ د وزیرانو په غوره کولو کې باید دقت وشي.

د پنجشنبې په ورځ د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله وویل چې د ملي وحدت د حکومت کابینه به د افغانستان د ټولو وګړو استازې وي او غړي به یې صادق خلک او د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي.

غني او عبدالله د دوو جلا ډلو او نظریاتو استازي دي؛ نو آیا د نوې کابینې د جوړولو په چاره کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.

د امریکا په پنسلوانیا کې د دکتورا د دورې محصل ادریس رحماني وايي چې د یوې مسلکي کابینې د جوړولو لپاره له بېلابېلو سیاسي فشارونو سره مقابله په کار ده:

"د دې لپاره چې مسلکي کابینه جوړه کړئ؛ په کار ده چې تاسو ځان د امکان ترحده له ټولو هغو فشارونو وساتئ چې له سیاسي ملاتړو، له نړیوالو ملاتړو، یا هغو هېوادونو څخه چې ستاسو ملاتړ کوي او له هغو کسانو څخه چې ځانونه په اصطلاح قومي ټېکه داران ګڼي ترلاسه کوئ؛ خو حتی که له دې فشارونو سره سره هم کابینه جوړه کړئ؛ امکان لري، مګر خورا زیات محدودیتونه به ولري."

آیا د کابینې په اعلان کې د ځنډ علت به د ولسمشرۍ د دوهم پړاو له انتخاباتو د وروسته لانجې دوام نه وي او آیا د یوې نوي لانجې د پیل امکان- دا ځل د کابینې د ترکیب پرسر څومره دی؟

د ښاغلي رحماني په وینا، نوی بحران هغه مهال راتلای شي چې د ولسمشرغني د حکومت د اصلاحاتو دایره د ملي وحدت د حکومت د شریکانو اقتصادي ګټې زیانمنې کړي:

"ترهغه وخته چې د یوې ډلې- په تېره د اجراییه ډلې د اقتصادي ګټو دایرې تر فشار لاندې رانشي، فکر کوم چې په حکومت کې دننه د اړیکو د خرابېدو لپاره جدي ګواښ به رامینځ ته نشي خو په همغه شېبه چې د ډاکټر اشرف غني د اصلاحاتو پروګرامونه هغو ځایونو ته ورسېږي چې بڼه یې په تېرو څو لسیزو کې په دې ډله کې جوړه شوې د اختلافونو پیل ته به که غواړو که نه متوجه شو."

ویل کېږي چې د انتخاباتو له دوهم پړاو وروسته د رامینځ ته شوي بحران په شپو ورځو کې یوه لانجمنه مسئله د کابینې څرنګوالی و، خو ولسمشر غني له لومړۍ ورځې تراوسه پر دې خبره ټینګ ولاړ دی چې له خپل هېڅ سیاسي متحد سره یې د څوکۍ او منصب ژمنه نه ده کړې، خو د دې ادعا رښتینولي به په راتلونکو څو ورځو کې روښانه شي.

XS
SM
MD
LG