د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د افغان پوځيانو مرګ ژوبله زياته شوې


د ناټو تړون عمومي منشي وايي د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله په بې سابقه ډول زیاته شوې ده.

جنرال ینز سټولټنبرګ چې له افغانستان کتنه کوي وايي د افغان سرتیرو د تلفاتو د زیاتوالي اصلي سبب ددغو ځواکونو لخوا د خپل هیواد د امنیتي مسولیتونو اخستل دي.

د ناټو سرمنشي د جمعې په ورځ وویل د تیر هر وخت په مقایسه د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

جنرال ینیز سټولټنبرګ چې له افغانستان څخه د کتنې په لړ کې يې نن په هرات ولایت کې څرګندونې کولې وویل د امنیتي چارو د مشري اخستل او د افغانستان په زیاتو سیمو کې د افغان سرتیرو ځای پر ځای کیدل ددې ځواکونو په تلفاتو کې د زیاتوالي عمده لاملونه دي.

د نآتو د عمومي منشي په توګه افغانستان ته د خپل سفر پر مهال جنرال سټولټنبرګ وویل ددې لپاره چې د افغان سرتیرو د مرګژبلې د زیاتوالي مخه ونیول شي ناټو او افغان حکومت په ګډه ددې ځواکونو پر جوړښت او نورو مهمو مسلو له سره غور کوي.

جنرال ینز سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په مرکه وویل چې دافغان ځواکونو په روزلو سره به د هغوي ظرفیت لوړ او مرګ ژوبله راکمه کړو.

"تر هر څه مخکې باید ووایم چې افغان ځواکونو د مختلفو جنګي ماموریتونو د ترسره کولو لپاره خپل ظرفیتونه او توانمندي لوړه کړې ده.دوهم دا چې مونږ به د افغان ځواکونو روزنې ،هغوي ته د مشورو او له هغوي څخه ملاتړ ته دوام ورکړو څو ددې ځواکونو ظرفیت نور هم لوړ شي او وتوانیږي په ښه توګه د خپل هیواد امنیت وساتي او مرګژوبله يې راټیټه شي"

نوموړي وویل افغان ځواکونه له شاوخوا یو کال راهیسې د امنیتي چارو مشري کوي او د راتلونکې کال لپاره د جوړ شوي پلان له مخې به د افغانستان اکثرو سیمو کې ددې ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره اقدام کیږي.

د ناتو سرمنشي چې په هرات کې يې د هغو اټالوي سرتیرو چې په افغانستان کې وژل شوي د یاد په مراسمو کې خبرې کولې وویل ناټو به په کلنې ډول له افغان امنیتي ځواکونو سره د ۴ عشاریه یو میلیارده ډالرو مرسته وکړي څو د تنخواګانو ،روزنې او د تجهیز په برخو کې يې اړتیاوې پوره شي .

XS
SM
MD
LG