د ناټو نوی عمومي منشي، جینزسټول تنبرګ، په یوه ناڅاپي سفرافغانستان ته راغلی دی.
د ناټوله خوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې سټول تنبرګ به په دې سفرکې له ولسمشر اشرف غني او اجرایي ریس عبدالله عبدالله سره د ناټو د نوي ماموریت د پیل په اړه خبرې وکړي.
نږدې دوه میاشتې وروسته په افغانستان کې د ناټو جګړه ییزماموریت پای ته رسیږي او دغه سازمان به په افغانستان کې د افغان ځواکونو د ملاتړپه نوم د ۲۰۱۵ په پيل کې نوی ماموریت پيلوي.
سټول تنبرګ د ناټو د پخواني عمومي منشي اندرس فوګ راسموس ځای ناستی دی او دا یې په دې دنده له ګمارنې وروسته افغانستان ته لومړنی رسمی سفر دی.
ټاکل شوې سټول تنبرګ په افغانستان کې د نړېوال ځواکونو له عمومي قومندان جان کمپل او د ناټو له ملکي استازي موریتیس یوخیمز سره هم وګوري.