د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې د دې هېواد د پوځ مشر جنرال راحيل شريف به نن د يو ورځني سفر په ترڅ کې د افغانستان پايتخت کابل ته لاړ شي او پر افغان ولسمشر اشريف غني سربېره به له يو شمېر حکومتي چارواکيو سره وګوري.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر چارواکيو د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې جنرال راحيل شريف به کابل ته د خپل يو ورځني سفر په ترڅ کې، له اجرايوي مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان د دفاع وزير او همدا راز له جګپوړو امنيتي مقاماتو سره هم وګوري او په دوه اړخيزو اړيکيو سربېره به ورسره په وزيرستان کې پر روانو پوځي عملياتو او د سيمې پر عمومي وضعيت خبرې وکړي.
په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت تر رامنځته کېدا وروسته کابل ته دا د پاکستاني پوځ د مشر لومړى سفر دى.
د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر څارونکي په دې وروستيو کې په افغانستان کې د مهمو بدلونونو تر راتلو وروسته، دې هېواد ته د پاکستاني پوځ د سرلښکر سفر مهم ارزوي او وايي، چې ښايي دا به د دواړو هېوادونو لپاره ښې نتيجې ولري.
د دفاعي چارو کارپوه متقاعد پوځي سيد نذير مومند له ازادي راډيو سره په خبرو کې د جنرال راحيل شريف د سفر په اړه وويل، چې دا سفر په ډېر حساس وخت کې کېږي، او ښايي دواړه غاړې به پر ډېرو مهمو موضوعاتو وغږېږي:
" يقيني چې په دې وخت کې دا ډېر مهم سفر دى او ددې وړاندې نه اشارې ميلاوېدې. د هغوى [افغان دولت] چې څومره تحفظات دي هغه د سيکيوريټي ايجنسو په باره کې دي او هغې د مخنيوي دپاره او د هغوى د صفا کولو لپاره. بله دا چې دواړه طرفته جنګ شروع دى او په پوله باندې يو بل باندې ګواښ او تورونه هم لګي، نو د هغې د ختمولو لپاره د اشرف چيف تګ ډېر ضروري دي او د يو بل مرسته کول د استحکام لپاره، راته ښکاري چې دې نه بله ښه موقع نه ده او دا موقع په دې باندې هم ښه ده، چې هلته يو نوى حکومت دى او نوي حکومت سره ددې ځاى د سرلښکر لارې چارې، خبرې اترې او اعتمادي سازي دا به يقيني د وړاندې راتلونکيو وختونو لپاره يو لوى قدم ثابتېږي."
د پاکستاني پوځ سرلښکر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې په دې وروستيو کې افغان ولسمشر چين ته د خپل سفر پر مهال يو ځل بيا پر طالبانو غږ کړى و، چې د سولې له بهير سره دې يوځاى شي.
که څه هم پاکستان تل وايي، چې د افغانانو په مشرۍ و رهبرۍ د سولې د بهير ملاتړ او په دې کې همکاري کوي، خو افغان دولت بيا د پاکستان دې خبرو ته د شک په سترګه ګوري او د عملي اقداماتو غوښتونکى دى.
سيد نذير مومند هم وايي، چې اوس دې دواړه هېوادونه د يو بل او سيمې د امنيت لپاره له عملي ګامونو واخلي او تشريفاتي خبرو دې تېر شي:
" اوس پکار ده، چې دوى دا په يو بل کې اعتماد سازي وکړي، چې راشئ اوس باقي د امن تکل وکړو، په نسبت د يو بل سره د جنګ کولو، نو هله به په دې خطه او په دواړو ملکونو کې امن رتلاى شي. صرف د ټوپک په زور او د توپو په زور امن نه شي راتلاى.
نو دواړه ملکونه امن طرفته لاس اچوي، خصوصاً په داسې وخت کې چې په راتلونکي مياشت کې به له دې ځاى [افغانستان] نه په لويه سطحه بهرني پوځيان وځي، نو چې هغوى وځي، نو پکار ده چې دا خلا دوى د جګړې پرځا په امن ډکه کړي"
د مومند په خبره، د افغانستان و پاکستان امنيت له يو بل سره تړلى دى، که په يوه کې هم ناکراري وي، بل ته به يې ضرر رسېږي.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي د حکومت تر رامنځته کېدو وروسته دې هېواد ته دا د پاکستان جګپوړو چارواکيو دويم سفر دى.
تر دې مخکې په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز هم کابل ته سفر کړى او له افغان چارواکيو سره يې کتلي.
راپور: ذبيح شفق