د اوکراين ولسمشر پترو پورشنکو حکم کړی دی چې د روسي پلوه جلاغوښتونکو د حملو د مخنيوي په مقصد به جنوبي او ختيځ سيمو ته د امنيت ټينګولو لپاره د ملاتړځواکونه استوي.
په داسې حال کې چې تېره ورځ د روسي پلوه جلاغوښتونکو له خوا انتخابات ترسره شول، د ملګروملتونو او اروپايي اتحاديې له خوا دا ټاکنې غيرمشروع وګڼل شوې.
په همدې حال کې اوکراين وايي، روسيې ته يې د ګاز لومړۍ برخه بيه ورکړې ده.
د اوکراين د ملي امنيت او دفاع شورا ته په وينا کې پرون ولسمشرپورشنکو وويل چې دا پوځي واحدونه به د ماريوپول، بيرديانسک Berdyansk، خارکيف، د لوهانسک د شمال او دنيپروپيتروفسک Dnipropetrovsk سيمو امنيت نيسي.
پوروشنکو دا غونډه په کيېف کې دوې ورځې له هغه وروسته راغوښتې ده چې جلاغوښتونکو خپل انتخابات، چې د اوکراين او لویديځ له خوا غيرمشروع ګڼل کيږي، ترسره کړل.
دا انتخابات د هغې جګړې ترڅنګ وشول چې په کې د اپرېل د مياشتې راهيسې په ختيځ اوکراين کې تر ۴۰۰۰ زيات خلک وژل شوي دي.
پورشنکو وويل، کيېف د سولې د موافقې کلک ملاتړی دی چې د سپتمبرپه پنځمه په منسک کې وشوه خو ده روسيې او جلا غوښتونکو ته په اشاره سره وويل چې نورلوري خپل مسئوليتونه نه تر سره کوي:
″د دې لپاره چې دا سرطان د اوکراين په نورو برخو کې خپور نه شي، موږ بايد د خپلې خاورې امنيت په بشپړه توګه ټينګ کړو.
د پوځ د قواوو د سرقومندان په توګه ما حکم کړی دی چې لوی درستيز او د دفاع وزير بايد ګڼ شمېر نوي پوځي واحدونه جوړ کړي ترڅو موږ وتوانيږو د روسي پلويو د هر ډول پرمختګ مخه ونيسو.″
خو پوروشنکو دا هم وويل، کيېف تياردی چې يو ازاد اقتصادي زون جوړ کړي چې په کې د دې سيموکارو بارونه وکولای شي له اروپايي اتحاديې سره ازاد روابط ولري.
پرون د جلاغوښتونکو مشرالکساندر زاخراچينکو د دونڅک جمهوريت د مشرپه توګه وټاکل شو.
په همدې حال کې، د ملګروملتونو عمومي منشي، بان کي مون د جلاغوښتونکو پرانتخاباتو انتقاد وکړ او وې ويل چې دا ټاکنې بدمرغه او بې ګټې دي.
ده له ټولوخواوو غوښتنه وکړه چې د منسک د موافقې په بشپړه توګه احترام وکړي.
په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ ريسې، فيديريکا موغيريني وويل، د جلاغوښتونکو انتخابات خپلمنځي مذاکراتو او له روسيې سره خبرو ته د دروازې تړلو په مانا دي.
موغيريني د ناټوله عمومي ريس جينز ستولتنبرګ سره یوځای په بروکسل کې په يوه خبري غونډه کې وويل:
″د جلاغوښتونکو له خوا ترسره شوي انتخابات نه یوازې غير مشروع او غيرقانوني دي بلکه سوله او مذاکرات له جدي خطر سره مخامخ کوي.
سولې او مذاکراتو ته د منسک د موافقې په بڼه د اوکراين د ولسمشر پترو پورشنکو له خوا په سختو خو هوښیارو هڅو لار هواره شوې وه.″
بله خوا بیا کيېف وايي، روسي شرکت ګازپروم ته يې د ګازد بيې لومړۍ برخه ورکړې ده.
پرون د اوکراين د ګازدولتي شرکت وويل چې روسي شرکت ګاز پروم ته يې ۱.۴۵ میليارده ډالر ورکړي دي.
د اکتوبر د دېرشمې د موافقې له مخې، اوکراين بايد د روان کال ترپايه، روسيې ته د پلورلي ګازبيه چې ۳.۱ میليارده ډالر ده، په دوو برخو کې ورکړي.
ګازپروم ويلي وو چې اوکراين ته به ګازهغه وخت صادرکړي چې اوکراين د پورلومړې برخه ادا کړي.