د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

ولسمشر غني د کابل ولایت له نظارت خانې څخه لیدنه وکړه


د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني په هیواد کې د کارونو د ښه کولو او اصلاحاتو په مقصد؛ د دوشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول د کابل ولایت نظارت خانې ته ولاړ او د بندیانو د حال احوال پوښتنه یې وکړه.

جمهوري ریاست په یوې اعلامیه کې ویلي؛ ښاغلي غني د بندیانو ستونزې واوریدې او هغوی ته یې وویل؛ د عاشورا په ورځ دې نظارت خانې ته ځکه راغلی چې دا د مظلومانو یاد ورځ ده:

"نن ځکه دلته راغلم چې د عاشورا ورځ ده او دا هغه ورځ ده چې د بې ګناه او مضلومو خلکو یادنه په کې کیږي. دا یو ډول دعا ده. تاریخ موږ ته راښیي چې که په ټولنه کې ظلم او بې عدالتي حاکمه وي؛ ټولنه ګډوډیږي."

د افغانستان جمهور رییس ښاغلي غني د کابل په نظارت خانه کې د بندیانو لپاره پرعدالت ټینګار وکړ او ویې ویل؛ که چېرې دوی بې ګناه ثابت شي؛ د حیثیت اعاده به یې وشي.

له جمهور رییس غني سره په دې کتنه کې د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال او د کابل امنیه قوماندان هم ملګري وو او ښاغلي غني وویل؛ نه شي زغملی چې د پولیسو د اشتباه له امله دې بې ګناه خلک بندیان وي:

"اسناد باید د قانون پراساس ترتیب شي. د جرم کشف د پولیسو دنده ده. له دې وروسته باید جنرال صاحبان پوه وي؛ هره ادعا چې کوئ باید د افغانستان خلک ورڅخه خبر وي او که چیرې ادعا غلطه ثابته شي؛ په خپله تاسط به سزا ووینئ."

د یادونې وړ ده، جمهور رییس اشرف غني له لوړې وروسته؛ څو ځلې په ناڅاپي ډول له دولتي ادارو او ارګانونو څخه لیدنه کتنه کړې ده.

کارپوهان د جمهور رییس دا کړنه ډېره اغېزناکه او په ادارو کې د کاري مسوولیت او ښو اجرااتو په برخه کې ډېره ګټوره بولي.

XS
SM
MD
LG