د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۲

عرفان: د کانونو په استخراج او قراردادونو کې د ولسي جرګې د غړو لاس لرل ردوو

وروسته له هغې چې د ولسي جرګې لسګونه وکیلان د کانونو په غیر قانوني استخراج تورن شول؛ د ولسي جرګې ادارې پلاوی وايي چې د دغو وکیلانو په اړه باید مستند اسناد او شواهد وړاندې شي.

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا مساله رد کړه چې د ولسي جرګې ۴۰ تنه وکیلان د کانونو په قراردادونو کې ښکېل دي.

نوموړي وویل، هغه کسان چې په دې برخه کې اسناد لرې باید ولسي جرګې او یا هم عدلي او قضايې اورګانونو ته یې وسپاري:

"ترهغې چې شواهد او مدارک وړاندې نه شي او ادعا کوي چې د ولسي جرګې وکیلان د کانونو په استخراج او یا قراردادونو کې لاس لري؛ موږ ته د منلو وړ نه دی او موږ يې ردوو، که هر څوک دا ډول ادعا لري باید خپل شواهد ولسي جرګې او یا هم عدلي او قضايي اورګانونو ته ورکړي."

دا خبرې وروسته له هغې مطرح کیږي چې محور خصوصي ورځپاڼې په دې ورستیو کې داسې راپور خپور کړی چې ویل کیږي؛ د ولسي جرګې ۴۰ تنه وکیلان د کانونو په قراردادونو کې لاس لرې.

دې ورځپاڼې د افغانستان د کانونو وزارت د سرچینو په اساس لیکلي چې د دغو شمیر وکیلانو له ډلې څخه ۱۵ يې په مستقیم ډول او نور بیا د خپل خپلوانو پرمټ د کانونو کیندنې ته شرکتونه جوړ کړي دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، دا مساله وروسته له هغه راپورته شوه چې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو د کان قرارداد د ولسي جرګې د یو وکیل په غوښتنه د هغه یو خپلوان ته ورکړل شو او اوس دغه شرکت د فني کسانو په نوم د پاکستانیانو یوه ډله راوستلې او د پروتوکول خلاف په نورو ساحو کې کیندنې کوي.

د افغانستان د کانونو وزارت یوې معتبرې سرچینې چې د نوم له ښودلو ډه ډه کوله له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا مساله تایید کړه.

په عین حال کې د اقتصادي چارو یو شمیر څيړونکي وايي؛ د کانونو د استخراج په برخه کې د ملي شورا د غړو او زورواکانو موجودیت یوه ښکاره مساله ده.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ دقیق اطلاعات لرو چې د افغانستان ډير قیمتي کانونه د دغو کړیو په واک کې دي او دوی له یو شمېر نورو منابعو سره یوځای له دې کانونو څخه د خپل ځان په ګټه کار اخلي."

تر دې مخکي هم د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو چې دامهال په ټول افغانستان کې ۱۴۰۰ کانونه په ناقانونه توګه کیندل کېږي.

د کانونو وزارت پخوانۍ رهبرۍ د ۱۳۰ هغو کسانو لست برابر کړی و چې په غیر قانوني ډول کانونه استخراجوي؛ خو هغه لست د چارو ادارې ته له سپارلو وروسته خپور نه شو.

اقتصادي کارپوهان ټولې طبیعي زېرمې د افغانانو ګډه پانګه بولې او سپارښتنه کوي چې د زورواکو او ځینو خاصو کړیو له خوا په غیر قانوني توګه د کانونو د استخراج مخه باید ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د جيولوژۍ ادارې یوه سروې ښيي چې په افغانستان کې د درې ټرېليون ډالرو په ارزښت طبیعي زيرمې موجودې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG