په داسې حال کې، چې د ازرې ولسوالۍ د امنیت په اړه له خلکو او د لوګر له چارواکو سره اندیښنې موجودې دي؛ دفاع وزارت په دې ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو د پیلېدو خبره کوي.
د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې په ټول هېواد کې د "فتح" په نامه عملیاتي پلان بشپړ شوی چې د لوګر د ازرې ولسوالۍ هم په دې پلان کې شامله ده او ډېر ژور به په کې عملیات پيل کړي:
"موږ د فتحې عملیاتو په چوکاټ کې لویو ژمنيو عملیاتو پلان ترتیب کړی او امده ده چې د لوګر د ازرې ولسوالۍ هم په همدې پلان کې شامله ده؛ ډېر جدي ورباندې کار روان دی چې انشاءالله دغه عملیات په ډېر ژر په ټول هېواد کې پیل شي."
د شنبې په ورځ د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د چوترې په سیمه کې کې د پولیسو او ملي اردو په یوه ګډه اډه باندې د موټر بم حمله وشوه چې د چارواکو په وینا؛ د ملکیانو په ګډون ۱۶ تنه په کې ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.
د لوګر ولایتي شورا رییس عبدالولي وکيل وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې له امنیتي سرتیرو سربېره ماشومان اوښځې هم شاملې دي.
په دې حمله کې یو جومات او څو کورونه هم ویجاړ شول.
ښاغلي وکیل له حکومته په سیمه کې د عملیاتو غوښتنه وکړه او له مرستندویه موسسو نه یې وغوښتل چې له زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړي:
"له نړیوالې ټولنې نه موږ غوښتنه دا ده چې د ارزې ولسوالۍ له زیانمنو سره بشري مرستې وکړي؛ له حکومته غواړم چې د ارزې ولسوالۍ خلکو لپاره امنیتي تدابیر بشپړ کړي؛ لارې خلاصې کړي، له ولسشمر نه غوښتنه کوو چې یو هییت د پېښې سیمې ته ولېږي او خلکو سره خپله غمرازي شریکه کړي."
هغه زیاته کړه چې د شنبې د ورځې په خونړۍ حمله کې ملیکانو ته نږدې څلور میلیونه افغانۍ زیان اوښتی.
د لوګر امنیه قوماندان عبدالحکم اسحاقزی وايي چې د لوګر د ازرې ولسوالۍ د لارې د خلاصون لپاره یې عملیاتي پلانونه جوړ کړي چې له ژمي وړاندې به پلي شي:
"تېره اونۍ مو له لوی درستیز سره په دې اړه ګډه جلسه درلوده چې ډېره ګټوره وه؛ د ازرې د لارې په خلاصون باندې جدي کار کوو او موږ په دې برخه کې سخت جدي تدابیر نیولي دي؛ اوس په پلان باندې کار کیږي چې د ازرې ولسوالۍ لاره خلاصه کړو؛ ولې د عملیاتو وخت افشا کولای یې نه شو."
د لوګر ولایت د ازارې ولسوالۍ د لوګر یو له نا امنه ولسوالیو څخه ګڼل کیږي چې د پاکستان له ترې منګل او پاړه چنار سره ګډه پولي لري.
د دې ولایت امنیتي مسوولان وایي چې وسله وال مخالفان په آسانۍ د پولې له هغې غاړې دې ولسوالۍ ته راځي چې که یې مخنیوي ته تدابیر ونه نیول شي؛ د لوګر سربیره به د کابل امنیت ته هم ګواښ رامنځ ته کړي.
راپور: رحمت الله افغان