د کابل امنیتي چارواکي وایي، په ښار کې د یوشمیر زرواکانو له خوا د قانون ماتونه د دې لامل شوې، چې پولیس د امنیت او ښاري نظم په تنظیمولو کې پاته راشي.
د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر د شنبې په ورځ په کابل کې د پولیسو او خلکو ترمنځ د مشورتي غونډې پرمهال وویل؛ چې د دې کسانو بې عدالیتو د ښار نظم او امنیت ته لویه صدمه رسولې ده.
جنرال ظاهر زیاته کړه چې یاد زورواکي د لوړپوړو دولتي چارواکو د پوره ملاتړ څخه هم برخمن دي چې لارې ته راوستل یې ډيره کله د پولیسو تر وس وتلی خبر وي.
"ترڅو چې ټولو باندی یو شانته قانون پلي نه شي؛ په هیواد کې نه نظم او نه امنیت راځي؛ که وزیر صاحب وي، که وکیل صاحب وي، که پولیس وي، که جنرال وي، که په یوځای کې خلک په صف کې درول کیږي باید وزیر صاب په هغه اخیر کې ودریږي."
ښاغلي ظاهر په ښار او ولسوالیو کې پر ټولو وګړو د قانون یو شانتي پلي کولو او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د خلکو همکاري اړینه وبلل.
نوموړي زیاته کړه چې د پولیسو او خلکو ترمنځ د همکارۍ پر رامنځته کیدو سره به تر ډیره د جنايي او ورانکارو پیښو مخه ونیول شي.
جنرال ظاهر همدرانګه په ښار او ولسوالیو کې د امنیت د تامین او ښه خدمت کولو په هدف د پولیسو پر مسلکي توب هم ټینګار وکړ.
پر همدې مهال دغونډې یو تن ګډون وال له امنیتي چارواکو وغوښتل چې په کابل ښار کې د امنیت د تامین په هدف له ټولو زورواکو کسانو وسلې راټولي کړي.
ده له پولیسو وغوښتل چې خپل ورسپارل شوی مسوولیت؛ په صداقت تر سره او خپلو ویناوته عملي جنبه ورکړي:
"هغه تښتوونکي به هم خلاص شي او هغه کسان چې د شپې د چا کور ته اوړي هغه به هم خلاص شي او د ورځې به هم خلک په امن کې وي؛ خو عمل په کار دی چې موږ په خپلو خبرو عمل وکړو."
دغونډې پرمهال په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازو هم د پولیسو او خلکو ترمنځ پر همکارۍ او همږغۍ ټینګار وکړ.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي بکتاش سیاوش وویل چې پولیس د خلکو خدمت ګاران دي او خلک یې باید د یوه اتل په توګه احترام وکړي.
ښاغلي سیاوش زیاته کړه، د دې پر ځای چې وزیران، وکیلان او نور لوړ پوړي چارواکي د پولیسو احترام وکړي؛ برعکس هغوی ګواښي او حتې وهلو ته یې اقدام کوي.
د کابل امنیې قومندانۍ او خلکو ترمنځ پر داسې مهال دغه مشورتي غونډه تر سره کیږي چې په دې ورستیو کې په دغه ښار کې امنیتي پیښو زور اخستی دی.