د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

افغانې نجونې او ښځې د جنسي تیري او ویاړ وژنې قرباني دي


د شنبې په ورځ د افغانستان یوې محکمې هغه ملاپه شل کاله بند محکوم کړچې په یوې لس کلني جنۍ یي جنسي تیری کړی و.

دا جنۍ چې مستعار نوم یي حمیده دی، د افغاني ټولنې د منفي عنعناتو له امله د خپلې کورنۍ له خوا د مرګ له ګواښ سره مخامخ ده او دا مهال په کابل کې د یوې غیرحکومتي موسسې په امن کورکې ژوند کوي.

د حمیدې ستونزې د روان عیسوي کال د اپریل په دیرشمه هغه مهال پيل شوې چې دا معصومه لس کلنه جنۍ د خپل کلې د مسجد پاکولو په مقصد مسجد ته لاړه، خو بدبخته ملا ورباندې جنسي تیری وکړ.

ملا جنۍ ته ګواښ کړی و که د دې پیښې په اړه چاته ووایي، دا او کورنۍ به یي ووژني. خو د جنۍ ټپونه ډيرسخت وو او کورنۍ ورباندې خبره شوه.

ترټولو بده خبره دا ده چې د جنۍ کورنۍ د افغانې ټولنې د ویاړ وژنې په دود د خپلې لورد وژنې هڅه کوي.

د بشري حقونو د څارنې سازمان وایي، د حمیدې له قضیې نه څرګندیږي چې په افغانستان کې ښځې او جونې له څه ډول ستونزو او بدبخیتو سره لاس او ګریوانې دي.
د افغانستان محکمې او حکومت هم د دې پرځای چې د جنسي تیريو عاملانو ته سخته سزا ورکړې، د پیښو قربانیانو ته سزا ورکوي.

د بشري حقونو سازمان وایي، که څه هم چې په افغانستان کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي قانون په ۲۰۰۹ م کال نافذ شوی، خو بیا هم دا قانون په سم ډول نه عملي کیږي.

له بده مرغه په افغانستان کې د ښځو پرضد خشونت یا تاوتریخوالی ترټولو جګې سطحې ته رسیدلی او د بشري حقونو د سازمان په وینا، یوعلت یي دا دی چې په افغانستان کې پر ښځو باندې جنسي تیری یوازې د زنا جرم ګڼل کیږي او عاملانو ته د جنسي تیري په نامه په محاکمو کې سزا نه ورکوله کیږي.

په همداسې یوه نا انډوله حالت کې ښځې یا د جنسي تیري قربانیانې د اخلاقي جرمونو په نامه زندانونو ته ټيل وهل کیږي.

د بشری حقونو سازمان وایي، د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمشرۍ لاندې نوی حکومت د ښځو د حقونو د ساتنې مسولیت لري او ډاډ باید ورکړې چې د کورنيو شخړو او جنسي تیري عاملان باید محاکمه شي.

د بشري حقونو سازمان وایي، جمهوررئیس اشرف غني احمدزي په یوه فرمان کې له ټولو پولیسو او څارنوالانو غوښتې چې د ښځو پرضد د تاوتریخوالی قانون په عملي کولو کې باید جدي عمل وکړي او په عام محضر کې یي د ښځو د ساتنې او مصونیت لپاره د امن کورونو د اهمیت خبرې کړي دي.

د بشري حقونو سازمان وایي، جمهوررئیس اشرف غني احمدزی باید لوی څارنوالۍ ته هدایت ورکړي چې د افغانستان په هرولایت کې لږترلږه د ښځو لپاره یو امن ځای جوړ کړي.

دا سازمان زیاتوي، سره له دې چې حمیدې د محکمې مبارزه ګټلې، خو زیاتې ستونزې یې په مخ کې دي.

دا له ښوونځي څخه محرومه شوې او له دې سره چې کوم عمل شوی، هغه د دې او د کورنۍ لپاره په افغاني ټولنه کې شرم ګڼل کیږي.

د دې ډاډ هم نشته چې د حمیدې ژوند به د هغې د کورنۍ له خوا په امن کي وي.

د بشري حقونو سازمان وایي، که چېرې افغان حکومت د ښځو او جونو د حفاظت او امنیت په اړه جدې او کوټلي اقدامات ونه کړي، نورې جونې او ښځې به هم د حمیدې له برخلیک سره مخامخې شي.

XS
SM
MD
LG