د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

یو شمېرسیاسي کارپوهان د نوي ولسمشر د لومړې میاشتې اقدامات ستایي


یو شمېرافغان سیاسي کارپوهان د جمهورریس اشرف غني احمدزي له خوا د لومړې میاشتې اقدامات ستایي او د هغې په عملي کېدو ټینګار کوي.

دوی وایې، په کارکې شفافیت او ملت ته ځواب ورکونه باید د جمهور ریس احمدزي له اساسي کارونو وي ځکه له خلکو سره یې د هغې ژمنه کړې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست هم ډاډ ورکوي، چې د شوو ژمنو عملي کېدو ته به ډیرې هڅې وکړي او په ځينو برخو کې به د پام وړ بدلون راولي.

یو شمېرافغان سیاسي کارپوهان د جمهورریس اشرف غني احمدزي د یوې میاشتې په کاري دوره کې د نظام د اصلاح او د اداري فساد په وړاندې پیل شوي اقدامات د پام وړ بولي خو ټینګار کوي چې د عملی کېدو لپاره یې باید لا ډير کار وشي.

سیاسي او حقوقي کارپوه عبدالبصیرحقیار د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې د اشرف غني احمدزي لومړنیو جدي اقداماتو خلک په دې باوري کړي، چې یو فعاله حکومت لري:

″کارونو ته په کتو د ولس هیلې پیدا کېږي چې موږ اوس د داسې حکومت خاوندان یو چې کار کوي.

په خاص ډول د ولسمشرهغه کړنې چې د اداري فساد سره د مبارزې لپاره یې پیل کړيدي ډيرې هیله مندې کونکې دي.″

ښاغلی حقیار وایې، که جمهور ریس د سرپرستو چارواکو په ځای نورنوي کسان هم په دې موده کې ټاکلي وای د لا ډيرو کارونو هیله کېدای شوه او د هر اقدام د عملی کېدو چانس هم ډيریده.

نوموړی وایې، که دا اقدمات هرڅومره ژرعملي شي د خلکو باورپه حکومت نورهم ډيریږي او له دې سره حکومت ته هم د عملي کارونو ښه زمینه برابریږي.

جمهور ریس اشرف غني احمدزي د تیرې سپتمبرمیاشتې په نهه ویشتمه نیټه لوړه وکړه او خلکو ته یې په خپله مشری د ښې حکومتداری ژمنه ورکړه.

د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک، د کابلبانک قضیې بیا څیړنه، د فساد په ضد او همدا راز د اصلاحاتو په راوستو بیا بیا ټینګار،د لويې څارنوالی د نظارت د څارنې ادارې لغوه کول،د پلچرخي زندان د زندانیانو د دوسیو د بیا څيړنې امر،د پوهنې وزارت اړوند د غصب شوو ځمکو د بیرته راګرځولو فرمان هغه څو اقدمات دي چې د جمهور ریس اشرف غني احمدزي لخوا د هغې د کاري دورې په لومړی میاشت کې شويدي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمیر غړي د جمهور ریس لخوا د هغې د کاري دورې د لومړی میاشتې اقدامات ستایې او وایې افغان حکومت باید د امنیت د ټینګښت لپاره هم اقدمات ډير کړي.

د ولسي جرګې غړي فاطمې عزیز ازادۍ راډيو ته وویل، د سولې راوستل باید د افغان حکومت د پروګرامونو په سر کې ځآی ولري:

″د فساد په وړاندې او په ډيرو نورو برخو کې د اقداماتو له امله د افغانانو امیدونه پیدا شوي دي ولې موږ بیا هم په دې هیله یو چې افغان حکومت په همدې ډول د امنیت ټینګښت په خپلو لومړیتوبونو کې راولي او لومړی په هغې کار وکړي.″

له دې سره د افغانستان جمهوري ریاست وایې، د لومړی میاشتې ټول اقدمات د اصلاحاتو او د فساد په وړاندې د مبارزې لپاره وه.

د جمهور ریس د ویاند مرستیال فایق واحدي ازادی راډیو ته وویل د ټولو پریکړو او ژمنو د تطبیق لپاره ولسمشر پیاوړې اراده لري:

″هر بدلون د یوې قاطع پریکړې او قوي ارادې څخه پیدا کېږي او دا تصمیم او قاطعیت د جمهور یس احمدزي په وجود کې شته انشاالله په هماغه ډول چې پریکړې شوي یا کېږي په هماغه قاطعیت به پلي تطبیقیږي.″

دا په داسې حال کې ده چې عام افغانان د نوي حکومت لومړی میاشت له تحرکه ډکه بولي او یو شمیر یې وایې چې په ځینو اقدماتو کې له بیړې کار اخستل شویدی.

افغانان وایې، د دوی لومړی ضرورت د امنیت ټينګښت دی او افغان چارواکې باید په ټولو بهرنیو غونډو او سفرونو کې دا ضرورت تر نړیوالو هم ورسوي او د راوستلو لپاره یې اقدمات سر له اوسه پیل کړي.

په ورته وخت کې خلک د لومړی میاشتي پیل شوو اقدماتو نتایجو ته سترګې په لار دي او وایې چې دا اقدمات باید یوازې تر رسینو او غونډو پاتې نشي بلکې خلک یې باید ژر تر ژره نتیجه وویني.

راپور یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG