د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۳

کییف، د روسيي ملاتړ د بیلتون غوښتونکو انتخاباتو څخه غندلی

اوکراين وايي، د هېواد په ختيځ کې يې د روسي پلوه جلا غوښتونکو له خوا د نومبرپه دوهمه کېدونکې انتخابات جعلي دي او د روسيې له خوا يې د دې انتخاباتو ملاتړغندلی دی.

په اوکراين کې د لاسوهنې او د اوکراين د کريميا سيمې د جلا کولو پرسرلويديځ هېوادونو پر روسيه ګڼ شمېر بنديزونه ولګول.

پرون بيا اروپايي اتحاديې پرېکړه کړې ده چې پرروسيه لګول شوي بنديزونه به دوام وکړي.

اوکراين د دې هېواد په ختیځ کې د روسي پلوه جلاغوښتونکو د جلا انتخاباتو لپاره د روسيې ملاتړ غندلی دی.

د اوکراين د ملي انتخاتو د مخالفت له کبله، د دې هېواد په ختيځ کې ياغيانو د خپلو جلا انتخاباتو اعلان وکړ او د دې ټاکنو لپاره یې د نومبر ۲مه نېټه ټاکلې ده.

د اوکراين ملي انتخابات د تېرې يکشنبې په ورځ ترسره شول چې په کې اروپا پلوه ګوندونه بريالي شول.

د ناټو عمومي منشي جينزستولتن برګ پرون د خپلې وينا پر مهال په بروکسل کې يوې غونډې ته وويل:

″زه د اوکراين خلکو ته مبارکي وايم چې د يکشنبې په پارلماني انتخاباتو کې یې په خپل حق کارولو سره رايې ورکړې.

پر ستونزمنو حالاتو سربېره دا انتخابات د نړېوالې کچې سره سم وو او د اوکراين اکثريت خلکو په څرګنده او ډيموکراتيکه توګه د اروپا پر لور د اصلاح د اجندا لپاره ږغ پورته کړ.″

د اوکراين ولسمشرپيترو پورشنکو پرون د ياغیانو له خوا کېدونکې انتخابات جعلي وبلل او وې ويل چې دا انتخابات په بشپړه توګه د سپتمبرد مياشتې د منسک د موافقې متضاد دي.

د روسيې د بهرنيوچارو وزيرسرګي لاوروف وايي، مسکو به د جلاغوښتونکو له خوا په دونڅک او لوهانسک کې ترسره کېدونکې انتخابات په رسميت وپېژني.

پوروشنکو مخکې ويلي ووچې هرډول انتخابات بايد د اوکراين د قانون له مخې ترسره شي.

لويديځ هېوادونو د اوکراين د کړکېچ پرسرپرروسيه ګڼ شمېر بنديزونه لګولي دي.

پرون له خبرو وروسته، د اروپايي اتحاد سفيرانو بيا پرېکړه وکړه چې هغه بنديزونه به، چې د دوی د هېوادونو له خوا پر روسيه لګول شوي دي، جاري وساتل شي.

کله چې دا بنديزونه ولګول شول، د اروپايي اتحاد هېوادونو پرېکړه وکړه چې د اکتوبر د مياشتې په پای کې به په اوکراين کې د روسيې فعاليتونه څاري.

د ايټاليا او هنګري مشرانو ويلي چې دا بنديزونه بې نتيجې دي نو يا بايد اسانه کړای شي او يا هم له منځه يوړل شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG