په پکتيا پوهنتون کې د ۱۴۲ ميلونه افغانيو په ارزښت درې پروژې بشپړې او درې نوې پروژې پيل شوې.
د پکتيا پوهنتون مسولين وايي چې په پوهنتون کې يې د پرمختيايي چارو په لړ کې دغه شپږ پروژې د لوړو زده کړو او د نشه يي توکو د مبارزې وزارتونو په مالي ملاتړ ترسره کيږي.
د پوهنتون ريس دوکتور شېرمحمد روان وويل په دغو پروژو کې د اقتصاد،کرنې پوهنځيو او د نارينوو د ليلې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي وويل چې د انجنري پوهنځي تعمير،جمات او د اوبو د حوض پروژو کار پيل او په راتلونکي کال کې به يې چارې بشپړې شي.
″په دې شپږو پروژو باندې ۱۴۲ ميلونه پيسې راځي، چې ځينې يې بشپړې شوې او ځينې نورې به يې بشپړې شي.″
د دې پروژې په اوه په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي محمد ابراهيم غښتلي وويل چې د دغو پروژو څخه يې وخت په وخت څارنه کړې او وايي چې د دې پروژو په بشپړېدو سره د محصلينو ستونزې تر يو ځايه هوارې شي:
″په دې شپږو پروژو چې درې يې بشپړې شوې او درې نورو بنسټ ډبره کېښودل شوه، د پکتيا پوهنتون د محصلينو ستونزې هوارې شي، خو دا بسنه نه کوي نورو کارونو ته هم اړتيا ده چې په پوهنتون کې ترسره شي.″
د دې پروژو د پرانيستې په بهانه جوړه شوې غونډه کې په دې هم خبرې وشوې چې پوهنتون په څومره مشکلاتو کې خپل لس کلن مزل وکړ، د چارواکو په خبره دې پوهنتون په تېرو لسو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی دی.
د ليلې، لابراتوار او غني کتابتونونو او د دې ترڅنګ د عملي کار د ساحې نشتوالی هغه څه دي، چې د دې پوهنتون محصلين ترې سر ټکوي.
راپور داود تپان – پکتيا