د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د پاکستان د صدارعظم د سلاکارسرتاج عزیز راتګ له اهمیته ډک او د دواړو هېوادو د اړیکو د بیا ټینګښت لپاره اغیزمن ګڼي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال د شنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، پاکستان کولای شي په افغانستان کې د حالاتو له ښه کیدو سره ډيره مرسته وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار به سبا د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېرافغان کارپوهان د پاکستاني چارواکو داسې سفرونه ترډيره تشریفاتي ګڼي او سپارښتنه کوي چې افغان چارواکي باید دې سفرونو ته ډیرخوښ نه وي.
که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د سرتاج عزیز د سفرله اجنډا بې خبري ښيي خو، هرهغه څه چې په دې سفر کې مطرح کیږي، افغان حکومت یې د دواړو هېوادو د اړیکو د ټینګښت لپاره اغیزمن بولي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج د شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، پاکستان خپل اوسني حالت ته په کتو کولای شي د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
ښاغلي سراج هیله وښوده چې د سرتاج عزیزله دې سفر سره به پر افغانستان د پاکستان له خوا راکټي حملې هم کمې شي:
″پاکستان له دې څخه په استفادې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره ښه رول لوبولی شي.
خدای د وکړي چې د سولې د ټینګښت او ملي پخلاینې لپاره یې پیغام صمیمي او صادقانه وي او په همدې توګه زموږ په خاوره او خلکو د نورو راکټونو د نه ویشتلو پیغام له ځان سره ولري.″
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلي چې د دې هېواد د صدراعظم لوی سلا کارسرتاج عزیزبه د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.
په بیان کې راغلي چې نوموړی به د جمهورریس اشرف غني احمدزي او اجرایي مشر عبدالله عبدالله سره ملاقات وکړي.
سرچینې ویلي، سرتاج عزیز د دواړو هېوادو د اړیکو د پیاوړي کیدو لپاره هڅې کوي او په دې سفرکې به افغان ولسمشراشرف غني احمدزي ته د نوازشریف له خوا پاکستان ته د سفر رسمي بلنه هم ورسوي.
په همدې حال کې یو شمېرسیاسي کارپوهان د پاکستاني پلاوي د سفرښو نتایجو ته د شک په سترګه ګوري او وایې پاکستان کله هم په ملاقاتونوکې په شوو ژمنو عمل نه دی کړی.
په پاکستان کې پخوانې افغان ډيپلوماټ او سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایې افغان حکومت باید د پاکستان په وړاندیزونو ډیر غور وکړي:
″په اوسنې وخت کې غوره لار دا ده چې افغانستان د پاکستان په وړاندې مختاطه اووسي او په وړاندېزونو یې هر اړخیز لیدلوری ولري.
له بلې خوا سرتاج عزیز د پاکستان د ملکي حکومت استازیتوب کوي نو تر هغې چې د پاکستان پوځ او استخباراتو ښه اقدامات ونکړي څوک نشي کولای ډير هیله مند شي.″
په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز په داسې وخت کې افغانستان ته سفر کوي چې د افغانستان په ختیځو سیمو د پاکستان راکټي بریدونو او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان لخوا د خندقونو کیندلو د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
خلک او کارپوهان وایې افغان حکومت باید د داسې یو طرفه کړنو مخه ونیسي او سپارښتنه کوی چې که په ډيپلوماتیکه طریقه او بحثونو له لارې پاکستان دا سرغړونې نه بندوي نو افغان حکومت دې له نظامې لارو استفاده وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ