د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

پوهنې وزارت: د ځمکې د غاصبینو لست جمهورریاست ته لیږل شوی


د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکې وايې، د هغو کسانو لست یې جمهوري ریاست ته سپارلی، چې د پوهنې وزارت اړوند ځمکې یې غصب کړي دي.

دوی وایي، په ۲۲ ولایتونو کې د پوهنې اړوند شااوخوا لس زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.

دا هغې ځمکې دي، چې د پوهنې وزارت د ښوونکو لپاره ځانګړې کړې وې.

دا اقدامات په داسې وخت کې کېږي چې جمهورریس اشرف غني احمدزي د تیرې چهارشنبې په ورځ له ښوونکو سره ژمنه وکړه چې تر راتلونکو شپږ میاشتوبه یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایې، هڅې ګړندی شوي چې د پوهنې وزارت پورې اړوند غصب شوي ځمکې ډيرژربیرته د دې وزارت په واک کې ورکړل شي.

د دې وزارت د تخنیکې او مسلکي زده کړو مرستیال اصف ننګ د شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې د پوهنې وزارت اړوند شااوخوا لس زره جریبه ځمکه غصب شوې، چې دوی یې د غاصبینو لست جمهوري ریاست ته لیږلی دی:

″زموږ شاوخوا لس زره جریبه ځمکې غصب شوي دي، دا اندازه د معارف د مامورینو او ښوونکو خاصه ځمکه ده چې سرپناه نه لري.

دا ځمکه دفاع وزارت، والیانو، سیمه ییزو ځورواکو او قوماندانانو نیولی دا معلومه ځمکه ده او د ټولو ډیرغټ فهرست لرو چې دا لست مو جمهور ریس اشرف غني احمدزي ته سپارلی دی.″

ښاغلی ننګ ووایې، د دوی تازه معلومات ښیي چې د والیانو او امنیې قوماندانانو له خوا هڅې پيل شوي څو دغه ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې کړي.

ښاغلی ننګ هیله ښیي چې که کارپه همدې ډول مخې ته ولاړ شي نو د ټاکل شوي څلورمیاشتوڅخه به مخکې دا ځمکې بیرته د دوی په واک کې ورکړل شي.

په ورته وخت کې ښوونکې د حکومت دې اقداماتو ته خوښ دي چې د دوی برخه غصب شوي ځمکې د زوراکو څخه بیرته اخیستل کېږي.

دوه تنو ښوونکود شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته داسې وویل:

″دا ډیر ښه اقدام دی که دا کار وشي موږ به ډير زیات خوشحال شو دا ځمکې باید هم استادانو ته وسپارل شي ځکه چې دوی کورونه نه لري او له غاصبینو باید واخستل شي.

۲:د جمهور ریس دا حکم چې د ښوونکو غصب شوي ځمکې به په ټاکلي وخت بیرته له دوی واخلي موږ یې زیات خوشحاله کړي یو،د پوهنې وزارت او چارواکې باید په دې اړه جدي اقدمات وکړي او جمهور ریس اشرف غني احمدزي ته دې خدای پاک نور توفیق هم ورکړي.″

دا په داسې حال کې ده چې جمهورریس اشرف غني احمدزي څو ورځې وړاندې د ښوونکې ورځې په لمانځغونډه کې امنیتي ادارې او د امنیت شورا ته دنده وسپارله چې د معارف اړوند غصب شوي ځمکې د څلورو میاشتو په موده کې د غاصبینو له منګلو خلاصې کړي.

په همدې ډول د هېواد جمهورریس د ښوونکو سره ژمنه وکړه چې تر شپږومیاشتو به ټولو ښوونکو ته یوه یوه نمره ځمکه توزیع کړي.

ویل کېږي چې دا مهال د هیواد په مختلفو برخو کې څه باندې څلور ملیونه جریبه دولتي ځمکه د زورواکو او چارواکو لخوا غصب شوې ده.

کارپوهان وایې، که نوی حکومت په دې اړه پیل شوي هڅې همداسې جدي تعقیب کړي نو د ټولنیز عدالت د پلي کېدو لپاره به ښه زمینه برابره او د خلکو او حکومت تر منځ به اړیکې ښې او پیاوړي شي.

راپور یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG