د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

"په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو هڅې پیل شوي"


د کورنیو چارو وزارت وایي، د ولسمشر اشرف غني احمدزي د هغه فرمان عملي کېدو ته یې جدي هڅې پیل کړي؛ چې ویلي یې دي، په امنیتي ارګانونو کې دي مسلکي کسان په دندو وګمارل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ د کابل له امنیه قوماندان سره په یوه ګډه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې؛ د ولسمشر وروستی فرمان به یې په کارونو کې سمون راولي:

"موږ له شک پرته له دې فرمان څخه هرکلی کوو؛ د دې فرمان له مخې د پولیسو په چارو کې ښه والي راځي او همیشه موږ د دې ډول بدلون غوښتونکي وو چې؛ د افغانستان د امنیتي بنسټونه او په ځانګړې توګه پولیس باید ملي بنسټونه وي؛ په خلکو پورې اړه ولي او له هرډول سیاسي مداخلو څخه پاک وي؛ انشاالله دې ډول فرمانونو پلی کېدل به د کارونو له سمون سره مرسته وکړي او د فرمان له مخې د کابل پولیسو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی؛ چې د کابل پولیس ملي او مسلکي کړي."

ولسمشر اشرف غني احمدزي په یوه فرمان کې د کورنیو چارو وزیر ته دنده سپارلې چې؛ په امنیتي ارګانونو او د کابل ښار په امنیتي حوزو کې مسلکي او وړ کسان په دندو وګماري.

ښاغلي احمدزي د تېرې جمعې په ورځ د برېتانیا له صدراعظم ډیویډ کارمرون سره په ګډه خبري ناسته کې وویل؛ غواړي امنیتي بنسټونه غیر سیاسي کړي.

داسې اندیښنې شته چې تر ډېره په امنیتي ارګانونو او حوزو کې پولیس مسلکي نه دي او د لوړ پوړو کسانو په سپارښتنو مقرر شوي او په ښه توګه خپلې وظیفې مخ ته نه شي وړلای.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي که څه هم تاییدوي چې؛ ځینې کسان په واسطو په دندو ګمارل شوي؛ خو بیاهم په صادقانه ډول یې خپلې وظیفې سرته رسولې دي.

په همدې حال کې یوشمېر امنیتي څیړونکي وایي؛ چې د نوي ولسمشر ټول فرمانونه په ځانګړې توګه د امنیتي ارګانونو د اصلاح په برخه کې صادر شوي؛ فرمان باید په ښه توګه عملي شي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د امنیتي مسایلو کارپوه فقیر محمد فقیر وايي؛ چې د کورنیو چارو وزیر باید د ولسمشر وروستي فرمان بې له ځنډه تطبیق کړي:

"ښه دا ده په اوسني وخت کې د فرمانونو د تطبیق په برخه کې بهانې ونه لوټول شي؛ څه چې په فرمان کې ویل کیږي؛ دوی دې هغه په هغه وخت په دقیقه توګه پلی کړي او قاطع برخورد ورسره وشي؛ که قانون پلی شي، انشاالله زموږ ټولې ستونزې ورسره حل کیږي."

له بلې خوا د کابل ښار امنیتي مسوولین وايي چې؛ د ملي وحدت د حکومت په راتګ او له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په لاسلیک سره د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې ښه والی راغلی او د جرایمو کچه تر یوه حده راټیټه شوې ده.

څیړونکي هم د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ادارو په اصلاح ټینګار کوي او په دې برخه کې د ولسمشر اشرف غني احمدزي د فرمان ملاتړ کوي.

دوی وایي، د هیواد د ښې راتلونکې لپاره په کار ده؛ چې ولسمشر اشرف غني احمدزی په ځینو نورو برخو کې هم د اصلاح لپاره ورته فرمانونه صادر کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG