د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

اشرف غني: د افغان امنیتي ځواکونه په چارو کې همغږي نشته

دوشنبه 24.09.1393

ولسمشرمحمداشرف غني د ملي دفاع وزارت جنرالانو ته وویل چې ملي اردو ظرفیتونه لري خو په چارو کې یې همغږي نشته.

په هېواد کې د امنیتي حالت له خرابېدو سره سم ولسمشر غني وړمه ورځ د کورنیو چارو له وزارت او پرون له دفاع وزارت څخه لیدنه وکړه او د امنیت د خرابۍ له کبله پر اندېښنو یې خبرې وکړې.

په پرونۍ کتنه کې ښاغلي غني وویل چې د امنیت د مسوولو اداروـ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت د عمومي ریاست ترمینځ په چارو کې همغږي نشته

اشرف غني: هڅه کوو دوامداره بې ثابتي په دوامداره ثبات بدله کړي

یکشنبه 23 قوس 1393

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، داسې هڅې یې پیل کړي چې دوامداره بې ثابتي په دوامداره ثبات بدله کړي.

ښاغلي غني نن په کابل کې د بشري حقونو د نړېوالي ورځې د لمانځ غونډې پرمهال وویل چې د یوه تلپاتي ثبات لپاره تدبیر، تحمل او حوصلې ته اړتیا ده.

ده وویل چې د افغانستان خلک سولې ته درسېدو لپاره یوه واحده اراده لري او هیڅ کله به ترورته تسلیم نه شي:

"سوله د ټولني اساسي اړتیا ده، که چیرې د تروریستي اعمالو هدف دا وي چې موږ دې له سولې انکار وکړو دا ځواب نه دی او که چیرې فکر کوئ چې په تروریستي اعمالو سره زموږ اراده کمزورې کړي؛ باید پوهه شي د افغانستان خلک یوه واحده اراده لري."

ښاغلي غني همدارنګه له علماو، قومي مشرانو او مدني ټولنو څخه وغوښتل چې د ملکي وګړو د وژنې د پای ته رسیدو لپاره په یوه خوله غږ وکي.

ولسمشر غني: د وسله والو مخالفینو له خوا د خلکو ترور د اخلاقو کمزوري په ډاګه کوي

U.K. -- Afghan President Ashraf Ghani speaks to world leaders at the Afghanistan Conference in London, Britain, 04 December 2014.
U.K. -- Afghan President Ashraf Ghani speaks to world leaders at the Afghanistan Conference in London, Britain, 04 December 2014.

یکشنبه 23.09.1393

ولسمشر اشرف غني وایي چې د وسله والو مخالفینو له خوا د خلکو ترور د اخلاقو سخته کمزوري په ډاګه کوي.

ښاغلي غني نن د بشري حقونو د نړېوالي ورځې د لمانځې غونډې پرمهال د بې ګناه افغانانو وژل د اسلام او انسانیت څخه لرې او یو نه بخښونکی کار وباله.

ښاغلي غني زیاته کړه، داسې فکر باید ونه شي چې په دې ډول فعالیتونو سره به د افغانانو اراده بدله شي.

ښاغلي غني همدارنګه له علماوو، قومي مشرانو او مدني ټولنو څخه وغوښتل چې د ملکي وګړو د وژنې د پای ته رسیدو لپاره په یوه خوله غږ وکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې په دې ورستیو کې؛ په کابل او ولایتونو کې د ترور او ناامنیوم پیښو زور اخیستی.

اشرف غني د څلورو وزارتونو سرپرستان معرفي کړل

جمعه21.09.1393

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني څلورکسان د څلورو وزارتونو سرپرستان معرفي کړل.

د باختر دولتي اژانس د خبر له مخې، ولسمشرد يوه فرمان پراساس محمد مصطفى مستور د ماليې وزارت د سرپرست، سيده مژګان مصطفوي د ښځو چارو د وزارت، مزمل شينوارى د سوداګرۍ او عتيق الله عاطفمل د بهرنيو چارو وزارت د سرپرستانو په توګه معرفي کړل.

دغه کسان په داسې حال کې د څلورو وزارتونو د سرپرستانو په توګه معرفي کېږي، چې د نوي حکومت پرتشکيل له دوه نيمو مياشتو له اوښتو وروسته هم نوې کابينه معرفي شوې نه ده او له دې کبله پر حکومت انتقادونه هم شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG