د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

ولسمشر غني وايي د CIA ځينو مامورينو د بشري حقونو له اصولو سرغړونه کړې

پنجشنبه 20.09.1393

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، له بنديانو څخه د سي آي اې د تحقيقاتو د شېوو په اړه د امريکا د مشرانو جرګې راپور ښيي چې د سي آي اې ځينو مامورينو د بشري حقونو د منل شويو اصولو سرغړونه کړې ده.

ولسمشر غني، پرون په يو لړ څرګندونو کې غوښتنه وکړه چې د سي آي اې له لوري د تحقيقاتو په لړ کې څومره افغانان شکنجه شوي دي.

ده وويل چې تراوسه نه پوهېږي چې د شکنجه شويو افغانانو شمېر څومره دي.

د افغانستان ولسمشر د بې ګناه انسانانو شکنجه په کلکه وغندله او دا کار يې د خلکو د عکس العمل سبب وباله.

د امريکا د مشرانو جرګې د سي آې اې د شکنجې د تاکتيکونو راپور د سې شنبې په ورځ خپور کړ، ويې ويل چې د تحقيقاتو په لړ کې له بنديانو څخه د شکنجې کارول شوې شېوې تر هغه څخه ډېرې ناوړې دي چې د سي آي اې چارواکي پرې باور لري.

اشرف غني: سولې ته د رسیدو لپاره باید ملي، سیمه ییز او نړېوال شرایط برابر شي

یکشنبه 16 قوس 1393

ولسمشراشرف غني وايي، په افغانستان کې یوې هراړخیزې سولې ته د رسیدو لپاره باید ملي، سیمه ییز او نړېوال شرایط برابرشي.

نوموړې چې پرون مازیګریې په کابل کې د امریکا د دفاع له وزیرچېک هیګل سره په ګډه خبرې غونډه کې خبرې کولې یو واربیا سوله د افغانستان مهم لومړیتوب وباله:

ولسمشرغني زیاته کړه، د دې شرایطو برابرول فکراو کارغواړي او افغان حکومت غواړي چې په غور او تدبیر سره په دې برخه کې کار وکړي.د یادونې وړده چې د پخواني ولسمشرحامد کرزي حکومت له دیارلس کلونو زیاتو هڅو سربیره هم ونه توانیده چې د افغان حکومت وسلوال مخالفان د سولې خبرو ته چمتو کړي

"د لندن ژمنې په حقیقت کې هغه ژمنې دي چې له افغان ولس سره مو کړي"


یکشنبه 16 قوس 1393

ولسمشر غني وايي، د لندن په کنفرانس کې یې چې حکومت له نړیوالې ټولنې سره د اصلاحاتو کومې ژمنې کړي؛ په حقیقت کې هغه ژمنې دي چې دوی له افغان ولس سره کړي.

ولسمشر غني د شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د دفاع له وزیر چک هیګل سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل؛ د اصلاحاتو په برخه کې دا ژمنې پر دوی له بهره نه دي تحمیل شوي؛ بلکې افغان حکومت یې خپله د عملي کولو غوښتونکی دی.

ولسمشر غني چې پرون د اروپا له څو ورځني سفر افغانستان ته ستون شو؛ په دې خبرې غونډه کې وویل چې حکومت یې بنیادي؛ تدریجي او هر اړخیز اصلاحاتو راوستل غواړي.

نوموړي په دې برخه کې د ملي وحدت د حکومت لومړنیو هڅو ته اشاره وکړه چې د ده په وینا؛ په امنیتي ادارو کې دي. ولسمشر غني وویل هڅه کوي؛ څو ډاډمنه کړي چې د امنیتي ادارو یو پول هم بې ځایه ونه لګیږي.

ولسمشر غني: د امریکا او افغانستان په اړیکو کې نوی فصل پرانستل کیږي

شنبه 15 قوس 1393

ولسمشر اشرف غني وایي، چې د افغانستان او امریکا په اړیکو کې به پنځه ویشت ورځې وروسته یو نوی فصل پرانستل شي.
ښاغلي غني نن ماښام په کابل کې د امریکا د دفاع له وزیر چک هیګل سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، چې د دې فصل په پرانستلو سره به په هیواد کې د قوې استعمال پای ته ورسیږي.
ولسمشر غني وایي، چې له امریکا سره نوې اړیکې به د امنیتي او ستراتيژیکو همکاریو د سند په اساس وي او دا هیواد به له افغان ځواکونو سره د تمویل او تجهیز په برخه کې مرسته کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG