د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

ولسمشر غني د اروپا له څلور ورځني سفره نن بېرته کال ته راغی

شنبه 15 قوس 1393

د افغانستان جمهور رییس محمداشرف غني د اروپا له څلور ورځني سفره نن بېرته کال ته راغی.

ښاغلي غني په دې څلور ورځني سفر کې بلجیم، بریټانیې او جرمني ته ولاړ.

له ولسمشرغني سره په دې سفر کې د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله او نور لوړپوړي چارواکي مل و چې د ناټو تر غونډې وروسته یې د افغانستان په اړه د لندن په نړیوال کنفرانس کې برخه واخیسته.

نړیوالې ټولنې د لندن په کنفرانس کې ژمنه وکړه چې افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته یواځې نه پریږدي او اوس وخت د نړیوالې ټولنې د باور وړ افغان حکومت رامنځته شوی دی.

غني: هيله ده افغانستان بيا بهرنيو جنګي ځواکونو ته اړ نه شي

جمعه 14 قوس 1393

د افغانستان ولسمشر وويل، هيله من دى چې هېواد يې بيا هېڅکله بهرنيو جنګي ځواکونو ته اړ نه شي.

محمد اشرف غني پرون د لندن په کنفرانس کې وويل؛ افغانستان په خپل ټول تاريخ کې يوازې تېر ٣٠ کاله د بهرنيو جنګي قواوو مستقيمې مرستې ته اړ شو. ده هيله وښوده چې افغانستان به بيا دا عمل تکرار نه کړي.

ښاغلي غني ټينګار وکړ چې نړۍ په افغانستان کې د هرڅه مسووله نه ده؛ افغانان بايد مسووليتونه واخلي.

د افغانستان ولسمشر چې د بريتانيا له صدراعظم ډېوېډ کامرون سره په ګډ کنفرانس کې خبرې کولې؛ په افغانستان کې امنيتي ګواښونو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، موږ تل له داسې ګواښونو سره مخامخ نه يو چې له پوځي لارې يې مقابله وکړو.

د افغانستان ولسمشراشرف غني خبرداری ورکړ چې اجازه به ورنه کړي چې هېواد يې د نيابتي جګړې په ميدان بدل شي.

ولسمشرغني دا خبرداری نن د نيپال په مرکز کټمنډوکې د جنوبي اسيا د همکارۍ د ټولنې يا سارک د مشرانو په غونډه کې ورکړ.

له افغانستانه د سږ کال په پای کې د ناټو د جنګي ځواکونو وتلو اندېښنې زياتې کړي چې ممکن د هند او پاکستان ترمنځ نيابتي جګړه پراخه شي.

دواړه له ډېره وخته پر يو بل تور پورې کوي چې د خپلو ګوډاکيو ځواکونو له نيابتي جګړې څخه په افغانستان کې د نفوذ لپاره کار اخلي.

چهارشنبې:05.09.1393

د سارک د اتلسمې غونډې ډیرتمرکزپه سیمه کې په اقتصادي پیاوړتیا او دغه راز د سولې او امنیت په ټینګښت وو.

ولسمشراشرف غني دې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې هیڅ هېواد ته به په افغانستان کې د جګړې د پلانولو اجازه ورنه کړي.

که څه هم ښاغلي غني کوم ځانګړی هېواد مشخص نه کړ، خو ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هېواد په زیان نه کاریږي.

ښاغلي غني د پکتیکا وروستۍ خونړۍ پیښې ته په اشارې وویل، چې افغان حکومت د سولې ټینګښت ته ژمن دی.

ولسمشرغني په سیمه کې اقتصادي وده هم مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې د اقتصاد پیاوړتیا ته زمینه برابره شوې، خو باید حکومتونه په دې برخه کې صادقانه همکاري وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG