د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

ولسمشر غني د هرات د امنیتي وضعیت د څیړلو په هدف دې ولایت ته تللی

شنبه 06.10.1393

د افغانستان د جمهور رییس ویاند وايي؛ ښاغلی اشرف غني د هرات د امنیتي وضعیت او سیمه ییزې حکومتوالۍ د څیړلو په هدف هرات ولایت ته تللی دی.

نظیف الله سالارزي نن په هرات ښار کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر غني د هرات ولایت د پنځلسو ولسوالیو له استازیو؛ د مدني ټولنو غړیو او یو شمیر دیني عالمانو سره کتلي دي.

د ښاغلي سالارزي په خبره تمه ده ولسمشر غني نن په یوه خبري کنفرانس کې د هرات ولایت د نا امنیو د سرچینو په اړه خبرې وکړي.

افغان ولسمشر وروسته له هغه هرات ته ولاړ چې د جمهوري ریاست له خوا یو موظف پلاوی څو ورځې مخکې هرات ته تللی و او په خپل راپور کې یې ویلي چې د هرات د نا امنه کولو په هدف د ترور او سړې تښتونې ډېرې پيښې په بهر کې طرحه کیږي.

ولسمشر غني د ایټالیا د دفاع له وزیرې سره په کابل کې ولیدل

دوشنبه 01.10.1393

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې د ايټاليا د دفاع له وزیرې "رابرته پینوتي" سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهالو همکاریو په دوام خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویل شوي چې ولسمشر غني د ایټالیا د دفاع له وزیرې سره چې کابل ته راغلې ده؛ په خبرو کې همداراز له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت له قوي ارادې یادونه کړې ده.

د بیان له مخې په دې خبرو کې د ایټالیا دفاع وزیرې میرمن "پینوتي" ویلي چې په افغانستان کې د تیرو دیارلسو کلونو پرمختګونه باید خوندي پاتي شي او هیواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

"د افغانستان او نړیوالو پوهنتونونه باید د IT له لارې وصل شي"

چهارشنبه 26.09.1393

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان پوهنتونونه باید له نړیوالو پوهنتونونو سره د معلوماتي ټکنالوژۍ له لارې وصل شي.

د ولسمشر د ویاند له دفتر څخه په یوه خپاره شوي بیان کې راغلي چې افغان ولسمشر دا څرګندونې نن د ویډیو کنفرانس له لارې د ملي معلوماتي ټکنالوژۍ د لسمې غونډې ګډوانو ته وکړې.

دغه غونډه نن په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه.

ولسمشر غني پکتیکات ولایت ولاړ

شه شنبه25.09.1393

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د پکتیکا ولایت د وضیعت د څېړلو او د نوموړي ولایت د قومي مشرانو سره د کتنې په هدف ښرنې ته سفر وکړ.

ویل کېږي چې دغه ولایت ته د ولسمشر د سفر مهم ټکي د ارګون او یحیی خېلو ولسوالیو د ورستیو پېښو څېړنه او د خلکو د ستونزو او غوښتنو اوریدل دي.

خو له سیمې نه د ازدۍ راډیو خبریال وايي چې یو شمیر قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو د دې په غبرګون کې چې د پکتیکا والي د ولسمشر غني سره د لیدنې اجازه نه ده ورکړې مظاهره کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG