د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

حقوق پوهان: د ملي یووالي حکومت به له یو شمېرستونزو سره مخ وي


یوشمېرافغان شنونکي او حقوق پوهان وایي، ناامني،اداري فساد، اقتصادي بې ثباتي هغه ننګونې دي چې د ملي یووالي حکومت به ورسره په خپله پنځه کلنه دوره کې مخامخ وي.

دوی وایي، په دې موده کې به د ملي وحدت حکومت په بهرني سیاست کې له پاکستان سره ځیني ستونزې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې نوي ولسمشراشرف غني احمدزي نن رسمآ خپله کاري دوره پیل کړه.

یو شمېرافغان شنونکي او حقوق پوهان د ملي وحدت د حکومت په وړاندې شته ستونزې په دوه برخو ویشي.

دوي په کورني سیاست کې د ملي یووالي حکومت په وړاندې پرتې ستونزې ناامني او اداري فساد بولي.

په بهرني سیاست کې هم له نړېوالې ټولنې په تېره پاکستان سره هغو ستونزو ته اشاره کوي چې له تېرې دورې ورته په میراث پاتې دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزي په دې اړه ازادۍ راډيوته وویل:

″د ملي وحدت په حکومت کې اساسي ستونزې، امنیت، ادارې فساد، د ادارو اصلاح او په هېواد کې د قانون حاکمیت دی چې کیدای شي پاتې شي او دوام وکړي او په بهرني سیاست کې، بدبختانه هغه څه چې د افغانستان د تیرو حکومتونو نه په میراث پاتی دی په لومړي قدم کې د افغانستان د ګاونډي هېواد پاکستان سره د اړیکې وې، چې بدبختانه ستونزو سره مخ و او همدا راز به څه ډول وکړای شي د بهرني افراطیت په وړاندې سره یو شوي.″

دا په داسې حال کې ده، چې افغانانوتل په تیرو لسوکلونوکې له ناامنیو، اداري فساد، د قانون د حاکمیت له نشتوالي او د مخدره موادو له قاچاقه اندیښنې ښودلې دي.

په همدی حال کې یو شمېرکارپوهان وایي، چی د ملي یووالي حکومت به د اقتصادي ودې ستونزه هم ولري.

د دوی په باورتردې مخکې د افغانستان اقتصاد مافیايي شوي و، چې په کارده بېرته با ثباته شي او د اقتصادي پرمختګ لپاره لازمې هڅې وشي.

جاوید کوهستاني له ازادۍ راډيوسره په خبروکې وویل، د اقتصاد په برخه کې د راتلونکي حکومت په وړاندې ترټولو ستره ننګونه همدا ده چې څنګه به دا مافیايي اقتصاد په باثباته اقتصاد بدل کړي:

″امنیت لومړنۍ او لویه ننګونه ده، وروسته اقتصادي برخه ده چي په خواشینی سره موږ مافیایې اقتصاد درلود له همدې امله لویه ننګونه دا ده چې څنګه دولت وکولای شي د اقتصادي او مالي ثبات لپاره د هېواد اوسیدونکو ته د کارزمینه برابره کړي، چې دا د دواړو نوماندانو د کاري برنامو په سر کې یې ځای درلود.

د افغانستان خلک له دې اړخه اندیښنه لري چې څنګه هېواد تر څلویښت فیصده د فقر له حالته راوباسي او خلک د یوه متوسط ژوند خاوندان شي.″

که څه هم داسې ګنګوسې شته چې ګواکې د ملي یووالي حکومت به له نړېوالې ټولنې سره تېرته په کتو ښې اړیکې ټینګې نه شي کړای خوکارپوهان وايي چې؛ له سیاسي خبرو او نږدې همکاریو پرته به دغه ستونزې هوارې نه شي.

حاجي سیدداوود همدې خبرې ته اشاره کوي او وايي، که له پاکستان سره اساسي کرښې معلومې نه شي ستونزې به پرځای پاتې وي.

دی وايي، نوی ولسمشراو اجرایوي رییس باید ملي مسایلو ته جدي پاملرنه وکړي څو وکولای شي خپل هدفونه ترلاسه کړي:

″که سمتي، قومي، ژبني، تنظیمي او کمپاین یو خوا ته پریږدئ او ملي مسایل په نظر کې ونیسئ، دوی کولای شي د خلکو او نړېوالې ټولنې په مرسته خپلو اهدافو ته ورسیږي.″

کارپوهان نوي حکومت ته دا سپارښتنه هم کوي چې د حامد کرزي د دیارلس کلنې دورې له تجربو پند واخلي او تېرته په کتوخپل کارونه مخته بوځي.

خو ایا په رښتیا به د ملي یووالي حکومت دې ټولو ستونزوته ځواب ورکړي که څنګه؟ هغه پوښتنه ده چې د دغه حکومت د کار په موده کې به روښانه شي.

راپور: محمد ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG