د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۱

وسله والو د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريد کې ٢ کسان ووژل

وسله والو يو ځل بيا په خيبر ايجنسۍ کې د پېښور-تورخم پر لويه لار د ناټو پر اکمالاتي کاروان وسله وال بريد کړى؛ چې د کاروان ډېرى موټرو ته زيان اړولى دى.

د خيبر ايجنسۍ د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، نامعلومو وسله والو د دوشنبې په ورځ سهار د پېښور- تورخم پر لويه لار د خيبر ايجنسۍ په وزير ډهنډ سيمه کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان وسله وال بريد وکړ؛ چې په ترڅ کې يې ٢ کسان ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول.

دا په تېرو لسو ورځو کې د ناټو پر اکمالاتي کاروان د وسله والو پرله پسې درېيم بريد دى.

يوه سيمه ييز خبريال امير زاده چې پېښه يې له نيزدې څارلې ازادي راډيو ته وويل:

" دا د کارخانو چيک پوسټ سره نزدې وزير ډهنډ په نومي يو کلى دى. وسله والو دلته په تېل وړونکيو موټر ډزې کړي دي، چې ډرايور او کلينر يې په کې وژلي دي. خاصه دارو پر وسله والو ډزې کړي، خو هغوى په تېښته بريالي شوي دي. "

نوموړى زياتوي، چې د وسله والو تر بريد وروسته پاکستاني سرتېرو سيمه محاصره کړه او تلاشي عمليات يې پيل کړل، چې له امله يې د پېښور_تورخم لويه لار تر دوه ساعتونو پورې د مسافرو پر لور تړل شوې وه.

د پېښور_ تورخم لويه لار په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو لپاره د اکمال تر ټولو مهمه لار ده، چې د خيبر درې پر سينه تيرېږي او وخت ناوخته پکې د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريدونه هم کېږي.

دا لار د روان کال د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه يو ځل بيا د ناټو د اکمالاتي کاروان پرمخ پرانېستل شوې ده.

تر دې مخکې دا لاره د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له خوا په تېر ٢٠١٣م کال کې تر هغې وروسته وتړل شوه، چې د همدې کال د نومبر په لومړۍ نېټه د افغاسنتان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د پاکستاني وسله والو طالبانو پخوانى مشر حکيم الله مسود ووژل شو.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په خيبر ايجنسۍ کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان په داسې حال کې بريدونه ډېر شوي، چې پاکستانيو ځواکونو ددې ايجنسۍ په ګډون د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په ډېرى قبايلي سيمو کې پوځي عمليات پيل کړي، چې پکې د لسګونو کورنيو او بهرنيو وسله والو د وژلو ادعا کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG