د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

په اسلام اباد کې د عمران خان او القادري حکومت ضد احتجاجونه دوام لري


که څه هم د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د نواز شريف له حکومت سره ځنډېدلې خبرې بېرته پيل کړې؛ خو نوموړي يو ځل بيا پر خپلې دې خبرې ټينګار وکړ؛ چې د مذاکراتو پر مېز به د نواز شريف د استعفا له غوښتنې لاس وانخلي.

عمران خان، چې له خپلو زرګونو پلويانو سره د روانې مياشت له ١٤مېن نېټې راهيسې د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د نواز شريف د حکومت پر ضد احتجاجي مظاهرې پيل کړي؛ چې دا مهال د پاکستان د پارلمان د ودانۍ مخې ته راغونډ دي او د نواز شريف د استعفا غوښتنه کوي.

دوى تور لګوي، چې د نواز شريف مسلم ليګ "ن" ګوند د تېر کال په انتخاباتو کې پراخه درغلي کړې او له غېر قانوني لارې واک ته رسېدلى.

عمران خان د شنبې په شپه د پاکستان د پارلمان مخې ته خپلو پلويانو ته په وينا کې يو ځل بيا پر نواز شريف غږ وکړ؛ چې د يوه پياوړي او خوشحاله پاکستان لپاره دې له خپلې دندې شي او په پاکستان کې دې نوي او شفاف انتخابات ترسره شي.

"نواز شريف داسې ګڼلې وه، چې زما پلويان به تر يو دوه ورځو اعتراض وروسته ستړي شي او کورونو ته به ستانه شي، خو ما دا هوډ کړى، چې د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ به دلته يم؛ يا به د نواز شريف استعفا اخلم او يا به مرګ قبلوم."

نوموړي همداراز پر خپلو پلويانو غږ وکړ؛ چې زغم او حوصله دې له لاسه نه ورکوي؛ بريا يې نيزدې ده.

که څه هم له يوې خوا د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرى د عوامي تحريک ګوندونو زرګونه پلويان په اسلام اباد کې راغونډ دي او د نواز شريف د استعفا او د نوي انتخاباتو غوښتنه کوي؛ نو له بلې خوا د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د جمعې په ورځ رسنيو ته وويل؛ چې عمران خان دې سياسي شخړې د لارو کوڅو پرځاى په پارلمان او له قانوني لارې اوارې کړي:

"موږ د اساسي قانون په نامه يو کتاب لرو، په هغې کې د صدراعظم، ولسشمر او همداراز د نورو چارواکيو د لرې کولو په اړه يوه کړنلاره شته؛ عمران خان دې هغه کړنلاره تعقيب کړي او د درغلۍ په اړه دې ثبوت وړاندې کړي؛ موږ په خپله له دندو ګوښه شو."

له بلې خوا د پاکستان د پاکستاني حکومت د يو بل مخالف ګوند عوامي تحريک مشر طاهر القادري خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال وويل؛ موږ له حکومت سره د مذکراتو پر مېز له هغوى غوښتي؛ چې ژر تر ژره دې نوا شريف استعفا ورکړي او د پالمان په ګډون دې ټولې اسامبلې منحلې کړي.

هغه زياتوي، چې د نواز شريف له استعفا پرته به مذاکرات بې ګټې وي.

عمران خان او قادري په داسې حال کې خپلې غوښتنې تکرار کړې؛ چې د پاکستان د مشرانو جرګې د جمعې په ورځ د دواړو غوښتنې د اساسي قانون ضد وبللې او په غوڅ اکثريت يې رد کړې.

د پاکستان تقریباً ټولو سیاسي ګوندونو د تحریک انصاف او د عوامي تحريک د ګوندونو د مشرانو دا غوښتنه چې نواز شریف دې د صدراعظمۍ له څوکۍ لرې او پارلمان دې منحل شي؛ رد کړې او هغه يې د اساسي قانون خلاف بللي.

له بل لوري د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې؛ د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د تروريستي بريدونو وېره ښودلې او په ښار کې يې امنيت لا کلک کړى او همداراز خبردارى يې ورکړ؛ چې که چيرې کومه ناوړه پېښه رامنځته شوه؛ مسووليت به يې د عمران خان او قادري پر غاړه وي.

د يادونې وړ ده، چې د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان حکومت لا تر دې دمه د عمران خان د شپږو غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د دواړو لوريو ترمنځ خبرې پيل شوي چې؛ تر دې دمه لا کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG