د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۰۲

کردي ځواکونو د موصل د برېښنا بند له داعش وسله والو نیولی


راپورونه وايي، کردي ځواکونو د امریکا د جنګي الوتکو په مرسته د عراق په شمال کې د موصل د برېښنا بند بېرته نیولی.

د موصل د برېښنا بند یوولس ورځې مخکې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله والو نیولی و.

کردي پېشمرګه پوځیانو د پلیو او امریکايي الوتکو د هوايي عملیاتو په وسیله د موصل بند په شاوخوا کې د داعش ډلې پر څو مرکزونو حملې وکړې او پر دې بند یې ولکه ټینګه کړه.

داعش د عراق د شمال ګڼې سیمې نیولې دي او سلګونه زره خلکو د دوی له وېرې خپل کورونه پریښې دي.

کردي ځواکونو پرون ماښام اعلان وکړ، چې د عراق په شمال کې د موصل د برېښنا بند یې د اسلامي دولت یا داعش ډلې له وسله والو څخه بېرته نیولی دی.

د عراقي کردانو د اصلي ګوند یو مقام علي عَوني Ali Awni د دې خبر د تایید ترڅنګ فرانسپرس خبري آژانس ته وویل، چې پېشمرګه سرتېرو د امریکا د جنګي الوتکو په ملاتړ له افراطي ډلې داعش سره له درنو جګړو وروسته د موصل د برېښنا بند تر خپلې ولکې لاندې راوست.

د موصل ښار په پنځوس کیلومترۍ کې پروت د موصل د برېښنا بند د ګڼ شمېر سیمو لپاره برېښنا برابروي او کروندې یې خړوبوي.

د عراق او شام د اسلامي دولت- داعش په نوم ډلې چې د عراق په شمال کې د پراخو سیمو له نیولو وروسته یې اسلامي خلافت اعلان کړ او خپل نوم یې په اسلامي دولت واړاوه، د روانې اګست میاشتې په لسمه نېټه د موصل د برېښنا بند ونیو. له دې سره دا اندېښنې هم زیاتې شوې چې که داعش ډله دا بند والوزوي ښايي درانه سېلابونه به تر بغداد پورې سیمې لاندې کړي.

کردي ځواکونو پرون د امریکايي جنګي الوتکو په مرسته د عراق په شمال کې د موصل د برېښنا د بند په شاوخوا سیمو کې د داعش پر مرکزونو حملې وکړې.

د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه په یوه بیان کې ویلي چې امریکايي جنګي جټ او همداراز بې پیلوټه الوتکو پرون موصل بند ته نژدې د اسلامي دولت د ډلې پر څوارلسو مرکزونو بریدونه وکړل چې په پای کې یې یوه امنیتي پوسته، لس پوځي موټر او په دوو زغره والو ګاډو کې سپاره وسله وال له مینځه وړل شوي دي.

په همدې حال کې په انبار ولایت کې هم د عراقي امنیتي ځواکونو د پرمختګ په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د اسلامي دولت د ډلې وسله والو اوس مهال په عراق او سوریه کې پراخې سیمې نیولې او د دې سیمو میلیونونه اوسېدونکي یې له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي دي. په دې لړ کې د یزيدي مذهبي اقلیت څه باندې دوه لکه پیروانو خپل کورونه پریښي او د سنجار په نوم څېرمه غره ته یې پناه وړې ده.

له بلې خوا د سوریې دولتي ځواکونو پرون د لسګونه هوايي حملو په ترڅ کې د دې هېواد په ختیځ کې د اسلامي دولت د وسله والو پر سنګرونو بمباري وکړه.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په برتانیا کې دی وايي په دې بمباریو کې د اسلامي دولت لږترلږه یودېرش وسله وال وژل شوي دي. دا ټولنه همداراز وايي چې په تېرو دوو اونیو کې د سوریې په ختیځ کې د یوې قبیلې اوه سوه او په عراق کې د جمعې په ورځ د یزیدي فرقې اتیا تنه غړي د دې ډلې د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د برتانیا صدراعظم دیویدکمېرون پرون خبرداری ورکړ چې داعش ډله د برتانیا لپاره یو مستقیم ګواښ دی او هېواد یې باید د دې ډلې د له مینځه وړلو لپاره له خپل ټول پوځي ځواک څخه کار واخلي.

کمېرون په یوه لیکنه چې پرون په سنډې تلګراف خپرونه کې خپره شوه ویلي چې په عراق کې د امنیت د ټینګولو لپاره باید له ټولو امکاناتو څخه کار واخیستل شي خو ده دې هېواد ته د پوځي ځواک د استولو احتمال رد کړ.

XS
SM
MD
LG